پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان ماشومان: ښوونځیو ته مو اور مه ورته کوئ
نیټه:

 

په سلگونو افغان ماشومان د سولې د نړیوالې ورځ په ویاړ د افغانستان پارلمان مخې ته راټول شول او په هیواد کې یې د سولې راتلو غوښتنه وکړه. دغو ماشومانو همداراز وغوښتل چې نور باید په افغانستان کې ښوونځیو ته اور ورته نه شي.

 

دغو ماشومانو له ځان سره د افغانستان بیرغونه لیږدول او د ((موږ سوله غواړو)) ((موږ ماشومان افغانستان آبادو))((د ماشومانو وژل جنایت دی)) شعارونه یې ورکول.

دغه ماشومان (له ښځو او ماشومانو څخه د ملاتړ او د هغوی د ودې موسسې)) له خوا د پارلمان مخې ته راوستل شوي ول. د دغې موسسې چارواکو وویل چې ماشومان غواړي خپل پیغام د پارلمان وکیلانو ته ورسوي.

دغو ماشومانو له ځان سره د افغانستان بیرغونه لیږدول.

ماشومانو وویل چې له جگړې او ځانمرگو بریدونو ویریږي. په پریکړه لیک کې په خاصه توگه په کلیو او بانډو کې د ماشومانو لپاره د زده کړې د چانسونو پر برابرولو باندې ټینگار شوی وو.

د پارلمان یو شمیر استازو له دغو ماشومانو سره ولیدل او ویې ویل چې د هغوی غوښتنې به په عمومي غونډه کې مطرح کړي. د ولسې جرگې استازې شینکۍ کړوخیل وویل چې دا د ماشومانو حق دی چې د سولې په فضا کې خپلې زده کړې پر مخ یوسي.

میرمن کړوخیل پر  وسله  والو طالبانو باندې غږ وکړ چې د جگړې له دوام سره نور ماشومان د خپلو بریدونو قرباني نه کړي. هغې وویل: وسله وال طالبانو او نورې ډلې چې غواړې د جگړې له لارې واک ته ورسیږي باید په دې وپوهیږي چې د افغانستان راتلونکی نسل د جگړې پلوي نه دی. هر څوک چې غواړي قدرت ته ورسیږی باید دغه کار په ټاکنو کې د خلکو د رایو په گټلو سره وکړي نه د ډار او ویرې د رامنځ ته کولو له لارې.

دغو ماشومانو همداراز د افغانستان د پارلمان مخکې ته له سولې څخه د ملاتړ د سمبول په توگه یو شمیر کوترې هم آزادې کړې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته