پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

روژه کې د مغزیاتو خوړلو ګټې
نیټه: 21/07/2014

روژه کې د مغزیاتو خوړلو ګټې

یوه نوې امریکايي- چینايي ګډه څېړنه وايي، ممپلي، جلغوزي، برازیلي بادام او کاجو خوړل د زړه د ناروغیو لرونکو ناروغانو لپاره ګټور درمل دي.

دوی وايي، که چېرې دغه مغزیات هره ورځ وخوړل شي، په سلو کې ۱۷٪ د زړه د ناروغیو کمولو کې مرسته کولی شي.

څېړنه وايي، په دغو وچو مېوو کې د ویټامینونو او اوسپنې سربېره، نور مغذي مواد هم شته، چې د زړه د تقویې لپاره ډېر ګټور تمامېږي، کولسټرول کموي او د بدن د التهابي کېدو کچه ټیټوي.

په یوه بله مخکنۍ اسپانوي- امریکايي څېړنه کې ویل شوي وو، د شکر ناروغۍ لرونکو ناروغانو لپاره د مغزیاتو خوړل د زړه د ناروغۍ د کمښت لامل ګرځي؛ ځکه چې دوی ډېر نه تږي کېږي او له خوړو وروسته یې په وینه کې د خوږوالي کچه ټيټېږي.

د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ د روژې په میاشت د خوړو په اړه ځینې صحي دودونه عام شوي، چې یو هم د مغزیاتو خوړل دي، خو ګټې یې په لاندې توګه یادې شوې دي:

د لوږې احساس کموي، خو که چېرې ټول سره میده او بیا وخوړل شي، ګټه یې نوره هم ډېرېږي.

·         مغزیات د ویټامینونو سربېره، مګنیسیم او پوټاششیم لري، چې د ځینو انسانانو په جسمونو کې د چینجیو د ختمولو سبب ګرځي.

·         په بدن او رګونو کې وینې ته لا نور جریان ورکوي.

·         اعصابو او ماغزو ته ګټور تمامیږي، په تېره بیا اعصاب ډېره ارامه ساتي.

·         له کلسیم ډک دي، چې د هډوکو او غاښونو لپاره ګټور دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته