پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې ۱۲ کلنه مینه بنده شوه
نیټه: 03/08/2014

 

له ختیځې سیمې ننګرهار څخه خپریدونکې خپلواکه ، کلتوري ، او هنري مهالنۍ ۱۲ کلنه خپرونه مینه مجله د امنیتي ګواښونو له امله وتړل شوه.

د مینې مجلې مسول مدیر،لیکوال ، شاعر او ژورنالست انجنیر عزت الله ځواب د یوې خبري غونډې پرمهال خبریالانو ته وویل په ډېرو سختو حالاتو کې یې مینه مجله پیل او تر ۶۰مي ګڼې یې په داسی حال کې چاپ کړه چې د لوستونکو غوښتنې او مینې یې په کې وپاللې .

ځواب زیاته کړه په هیواد او سیمه کې د پوهې او فرهنګ دوښمنانو یې د دغه رسنیز او کلتوري فعالیت مخه ور ډب کړه او د کار چاپیریال یې ورتنګ کړ.

نوموړي زیاته کړه وخت ناوخت له داسې ټلیفوني او مخامخ د مرګ له ګواښونو سره مخ شو چې د زغم وړ نه دي او پریکړه یې وکړه چې د مینې مجله د نامعلوم وخت لپاره وتړي .

نوموړي د چا نوم یاد نه کړ، خو زیاته یې کړه چې دغه ګواښونه ورته د پخوانیو قومندانانو او غیر مسولو وسلوالو لخوا شوي.

ځواب وویل چې د بشر حقونو خپلواک کمیسون ، د ملګرو ملتونو نمایندګۍ ، د ژورنالستانو ټولنو او ملي امنیت ادارې ورته تر دا مهاله کوم ډاډ نه دی ورکړی.

په ننګرهار کې د ختیځ ادبي بهیر مشر ضیاالدین همت مل د دې کلتوري مجلې په تړل کیدو ژوره خواشیني څرګنده کړه او دا عمل یې د ژورنالیزم او د بیان د ازادۍ پر وړاندې یوه لویه ننګونه وبلله.

د ننګرهارد والي ویاند احمدضیا عبدالزي وویل  د مینې مجلې له اداري څخه په رسمي ډول ولایت مقام ته په دې اړه کومه غوښتنه نه ده رارسیدلي که د دغه ګواښونو په اړه یې ولایت مقام خبر کړی وای ستونزه به یي حل کړي وه.

د یادونې وړ ده چې مینه مجله نه یواځې په ختیځه سیمه  بلکې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د ښو مضامینو په لرلو سره  ځانګړي لوستونکي او مینه وال یې درلول.      

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته