پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

که دا ګولۍ مو وخوړه په يوه ساعت کې به مو يوه خارجي ژبه زده شي
نیټه: Sat, 09 Aug 2014 08:11:48 +0000


 د نورو ژبو زده کول د انسانانو لپاره يو ضرورت او اړتيا ده، ددې لپاره چې د نورو له تمدن ، فرهنګ  او ټولنو سره په کره ډول اشنا شو ، مجبور، يوو نورې ژبې زده کړو، د نورو ژبو د زده کولو لپاره بېلابېلې  لارې او طريقې رامنځ ته شوې، چې وروستۍ هغه یې د ګولۍ په خوړلو د يوې باندنۍ ژبې زده کول دي، چې ډېره د حيرانتيا وړ خبره ده.
نيکولاس نيګروپونټې د Massachusetts Institute of Technology   پوهنتون د ميډيا لابراتور موسس  په  دې وروستيو کې د (TED  ) په نامه په يوه ټکنالوژيکې شوو کې ددې پروژې په اړه توضيحات ورکړل ، چې کولای شو، په راتلونکي کې د يوې ګولۍ په خوړولو سره يو بهرنۍ ژبه زده کړو، دی وايي د ژبې معلومات به په يوه داسې چيپ باندې راټولوو چې د هضم وړ وي، له هضمېدا وروسته به  وينې ته ورجذب شي ، له دې سره به هغه معلومات چې په دې چيپ کې پراته دي د وينې له لارې جذب شي او انسان به هغه معلومات چې د يادولو له لارې يې لاس ته راوړي ، ددې ګولۍ په هضمولو سره تر لاسه کړي.
نوموړی په خپلو ويناوو کې ددې يادونه  هم وکړه، چې لس کاله مخکې په همدې اړه لومړنۍ خبره کړې وه، چې يوه ورځ به وکولای شو، معلومات او اطلاعات هضم کړو او ويې خورو، چې اوس يې وخت را رسېدلی او همدې خوځښت ته به بايد پراختيا ورکړو. 
نيګروپونټې وړاندوينه وکړه، چې تر راتلونکو دېرشو کلنو پورې به دا پروژه دومره پراخه شي چې په نړيواله کچه به دا ګولۍ هرچېرته موندل کېږي او يوه طبيعي خبره به وي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته