پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د بالیستکي توغندیو په مرسته د بېړنیو مرستو رسول
نیټه:

د هغو بالیستیکي توغندیو د کارولو لپاره بل ځای هم پیدا شو چې روسیه او د امریکا متحد ایالتونه یې باید د لاسلیک کړي تړونه له مخې وېجاړ کړي. له دغو توغندیو څخه د طبیعي فاجعو سیمو ته د بشري مرستو په رسولو کې استفاده کېدای شي. دغه مفکوره د امریکا په سان-دیاګو ښار کې د کیهانوردۍ او هوانوردۍ د کنفرانس برخوالو وړاندې کړه. کارپوهان وایي چې له نظري اړخه د وړاندې شوې مفکورې عملي کېدل شوني دي. خو د عملي کېدو په لاره کې یې سترمشکلات هم شته.

په اړوندو وزلو سمبال شوي بالیستیکي توغندي ددې وس لري چې په یوڅو دقیقو کې بشري مرستې د طبیعي فاجعو د پېښېدو سیمې ته ورسوي. د دغو توغندیو په مرسته فاجعه ځپلو سیمو ته درملونه، د برېښنا جنراتورونه، د څښاک اوبه او خوړنتوکي په ډېره بېړه رسېدای شي. او د دغو توکو رسېدل کولای شي چې د ډېرو وګړو ژوند وژغوري. تر هغو چې باروړونکي موټرونه، بېړۍ او یا الوتکې د پېښې ځای ته ورسیږي، سیمه ییز وګړي کولای شي چې د بالیستیکي توغندي په مرسته له ورلېږل شوو بشري مرستو استفاده وکړي. که چېرې فاجه په انتارکتید کې او یا د آرام سمندر په لېرې پرتو ټاپوګانو کې پېښه شي، نو د پېښې ځای ته د بېړنیو مرستو د رسولو دغه لاره بیخي بې بدیله ده.

له نظري اړخه ددې شونتیا شته چې له توغندي څخه جنګي ګولۍ لیرې شي او پرځای یې د بشري مرستو له مالونو ډک کانتینر کېښودل شي. دلته ډېره مهمه دا ده چې دغه له مالونو ډک کانتینر د پېښې ځای ته په رسېدو پر ځمکه د راښکته کېدو پر مهال مات نشي. د روسیې د ټولنیزو-سیاسي څېړنو د مرکز مشر ولادیمیر ېفسېېف په همدې تړاو د غږېدا په ترڅ کې داس وایي:

تر هرڅه لومړۍ د یادو وړ ده چې د بشري مرستو له مالونو ډک دغه کانتینر چې د بالیستیکي توغندي د جنګي ګولۍ په ځای کې اېښودل کیږي، باید په پاراشوټي سیستم سمبال شي او دا باید ډېر پیاوړی سیستم وي. او دغه کارونه د توغندي په جوړښت کې د یادولو وړ بدلونونه غواړي. سربېره پر همدې دا هم باید په پام کې ونېول شي چې د بالیستیکي توغندي سرنۍ برخه د اتوموسفېر پاسنیو پاټکیو ته په یوه ثانیه کې د پینځو کیلومترو په ګړندیتوب ورننوزي. نو ځکه ددې اړتیا راپیدا کیږي چې باروړونکی کانتینر باید په ډېرو پیاوړو پاراشوټي سیستمونو سمبال وي. خو زما باور نه کیږي چې دغه پاراشوټونه د کانتینر ګړندیتوب کم کړای شي، ځکه چې دا ډېر ستر ګړندیتوب دی.

یو بل مشکل هم شته. او هغه دادی چې دغه د مرستو له مالونو ډک کانتینر باید په زیات ټیکوالي د پېښې ځای ته ورسول شي. ځکه چې یوازې په همدغه حالت کې د فاجعې ځپلې سیمې خلک له دغو مرستو اغېزمنه استفاده کولای شي.

له جګړې پرته په نورو ساحو کې د بالیستیکي توغندیو د کارولو مفکوره نوې نه ده. د « کیهانوردۍ خبرونه » د مجلې چلوونکی ایګر افاناسېف په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې داسې وایي:

په ۱۹۹۰-مو کالونو کې د روسیې کمپنیو د هغو بېړیو د عملو لپاره چې په سمندر کې کومه پېښه ورپېښه شوي وي، د بالیستیکي توغندیو او پاراشوټي سیستمونو په مرسته د بېړنیو بشري مرستو د رسولو پروګرامونه جوړول. اړینې محاسبې یې وکړې، یو شمېر پروژې چمتو هم شوې. خو کارونه له دې وړاندې نه لاړل. او دغه ټول پلانونه یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شول.

په شوروي زمانه کې خو د توغندي هره توغونه دسیسه ګڼل کېدای شوه. د روسیې د څیالکوفسکي د کیهانوردۍ د اکاډیمۍ مرستیال اکاډیمیسن یوري کاراش په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې وایي:

په اوسنیو شرایطو کې خو د دغې مفکورې عملي کول تر پخوا هم سخت شوي دي. ځکه چې شمالي کوریا، ایران او پاکستان ډېر پیاوړي توغندیز سیستمونه لري. د ساري په توګه که چېرې د امریکا متحدو ایالتونو له پلوه د شمالي کوریا په لوري د بشري مرستو رسوونکی توغندی وتوغول شي او شمالي کوریا خبره نه وي چې دا د بشري مرستو وړونکی توغندی دی، نو ددې ګواښ شته چې شمالي کوریا یې په غبرګون کې پر امریکا متحدو ایالتونو د ریښتوني بالیستکي توغندي ګوزار وکړي. نو ځکه ویلای شو چې په نړۍ کې د بې باورۍ په شرایطو کې بالیستیکي توغندي د بېړنیو مرستو د بشري مالونو په رسولو کې نشي کارېدلی.

تر هغو چې په نړیواله پوړۍ غه باور راپیدا کیږي، دغه توغندي په نورو سوله ییزو ساحو کې باید وکارول شي. د ساري په توګه په روسیه کې د هغو په مرسته سترې سپوږمکۍ مدار ته توغول کیږي او له یو شمېر توغندیو څخه پوځیان په ښوونیزو چارو کې هم استفاده کوي. له توغندیو دغه ډول استفاده تر دې ډېره ښه ده چې دغه توغندي په فابریکو کې اره شي او په کباړ بدل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته