پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پوهنې وزارت: په تیرو ۱۲ کلونو کې پنځه میلیونه افغانان د سواد له نعمته برخمن شوي
نیټه: Mon, 08 Sep 2014 10:41:00 +0000


د پوهنې وزارت چاراواکي وايي، په تیرو دولسو کلونو کې پنځه میلیونه افغانان د سواد له نعمته برخمن شوي دي.

د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردګ د سنبلې په اوولسمه د سواد د نړېوالۍ ورځې په مناسبت یوه پيغام کې دغې مسالې ته په اشارې سره په هېواد کې د پوهنې د نعمته د خلکو پر ګټې اخستنې باندې خوښي وښوده.

په دغه پیغام کې ویل شوي چې په تیرو دولس کلونو کې په هېواد کې د۱۲ میلیونو بې سواده کسانو شمېر اووه میلونوته راټیټ شوی او په کال کې نیم میلیون کسانوته د زده کړې زمینه برابریږي.
دغه وزارت وايي، هڅه کوي چې د خلکو او نړېوالوهمکارانو په مرسته د زده کړې بهیر  ته نورهم وده ورکړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته