پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د امريکا حکومت )ياهو( ته د ورځې ۲۵۰ زره ډالرو جريمې ګوا ښ کړې
نیټه: Sun, 14 Sep 2014 11:40:46 +0000

ياهو وايي د امريکا حکومت ورته ګواښ کړې که يې د کاروونکو معلوماتو له ورسپارلو ډډه وکړه، د ورځې به يې ۲۵۰ زره ډالره جريمه کوي.

د محکمې چارو سندونو له مخې د امريکا ملي امنيت اېجنسۍ له ياهو غوښتنه کړې چې د څار له نويو لارو چارو سره دې ځان سم کړي، يو داسې څه چې یاهو وايي د دغه هېواد له اساسي قانون سره سمون نه لري.

دا چې دغه حکم له اساسي قانون سره سمون لري که څنګه، ياهو يې په اړه د محکمې یوې ننګونه کې پاتې راغلی دی.

خو د دغې قضيې جزئيات تیره ورځ هغه مهال راووتل چې يوه فدرالي قاضي يې د ځينو موادو پرانيستلو امر وکړ.

د یاهو قانوني سلاکار رون بېل وويل د دغو موادو خپراوی "د روڼوالي لپاره يو مهم بری دی".

یاهو ويلي حکومت يوه قانون کې بدلون راوستی چې له مخې يې د انټرنېټ له خدمتي شرکتونو د کاروونکو معلومات وغواړي، چې ورسره دا قضايي ننګونه راپورته شوه. د امريکا ملي امنیت پخواني قراردادي اډوارډ سنوډن تېر کال دغه پروګرام وسپړه.

خو د محکمې سندونه په ډاګه کوي چې د ټکنوولوژۍ شرکتونو او د امريکا حکومت ترمنځ د څار پر سر شخړې او ډغرې د اډوارډ سنوډن له راز سپړنو هم کلونه شاته غځېږي.

د قضيې په اړه دا نوي مواد چې لومړی واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپاره کړي وو، د ښاغلي بېل په وينا په ګوته کوي چې "موږ بايد څنګه پر دې لارې هرپله سره د امريکا حکومت د څار هلې ځلې ننګولی".

دی وايي "که مو له ځان سمولو ډډه وکړه، يو ځل د امريکا حکومت راته د ورځې ۲۵۰ زره ډالرو جريمې ګوتڅنډنه وکړه".

شاوخوا ۱۵۰۰ مخه داسې سندونه چې پخوا د راز خبره ګڼل کېده،د امريکا يوې فدرالي محکمې له خوا پرانيستل شوي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته