پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د هند مصنوعۍ سپوږمکۍ د مریخ مدار ته ننوته
نیټه: Wed, 24 Sep 2014 10:56:30 +0000

 

هند په لومړۍ هڅه کې وتوانېد چې خپله استول شوې سپوږمکۍ په بریالۍ توګه د مریخ په مدار کې راولي دغه سپوږمکۍ د ۷۲ میلیونو ډالرو په لګښت فضا ته استول شوې چې د ناسا په پرتله یې لګښت ډېر کم دی.

منګلیان په نامه دغه مصنوعي سپوږمکۍ چې لس میاشتې مخکې فضا ته توغول شوې وه د چهار شنبې په لومړیو ساعتونو کې د سرې سیارې مدار ته ورسېده.

پر دغه سپوږمکۍ نصب شوی ماشین د ۲۴ دقیقو لپاره په کار واچول شو تر څو یې چټکتیا تر یوې کچې کمه شي او د مریخ د جاذبې په میدان کې راکښېوځي او دغې سیارې په مدار کې پاتې شي.

مریخ سیارې ته د منګلیان د استولو د عملیاتو مهم پړاو همدا و.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي چې سویلي بنګلور ښار کې د دغې سپوږمکۍ د کنټرول په مرکز کې و؛ وویل، په دغې بریا سره هند داسې څه ته لاسرسی وموند چې 'تقریبا ناممکن' و.

ښاغلي مودي وویل، د نړۍ له ۵۱ هېوادو څخه چې دغه چاره یې تر سره کړې یوازې ۲۱ چارې بریالۍ شوې او دا د هند د بریالیتوب د ارزښت څرګندونه کوي.

 

تر اوسه یوازې امریکا، اروپا او روسیې په دې بریالۍ شوې چې مریخ ته سپوږمکۍ واستوي.

د دغې هندي سپوږمکۍ د جوړولو او توغولو لګښت ۷۲ میلیونه ډالره تمام شوی په داسې حال کې چې په لنډ وخت کې به د امریکا فضايي سازمان ناسا لخوا د مریخ په لور سپوږمکۍ وتوغوي چې له ۴۵۰ میلیون ډالره ډیر لګښت لري.

په بنګلور کې د هند فضايي مرکز شاوخوا ۱۶ زره کار کوونکي لري چې خپلې څېړنې د هند د دفاع وزارت د نظامي توغندیو جوړونې د ترسره کولو طرحې مسول سره په ګډون تر سره کوي.

شاوخوا دوه کاله مخکې د ځمکې له مدار نه بهر د سپوږمکۍ په استولو کې د چین له پاتې راتلو وروسته د هند لومړي وزیر د سپوږمکۍ د توغولو له طرحې خبر ورکړ.

ځینې څارونکي د هند دغه پروګرام له چین سره یو ډول سیالۍ بولي سره له دې چې چین د اقتصادي او نظامي فناورۍ له مخې له هند نه مخکې ده.

هند مخکې د ځمکې له مدار نه بهر د سپوږمکۍ استولو هڅه کړې وه چې کومه څرګنده پایله نه یې درلوده.

دغه هېواد په ۲۰۰۹ کال کې سپوږمۍ ته مصنوعي سپوږمکۍ واستوله چې ډير ژر د دغې سپوږمکۍ اړیکي له ځمکې سره پرې شوې او بل کال کې هم د هند سپوږمکۍ له توغولو وروسته وچاودېده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته