پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د سوات پښتنې ملالې یوسفزۍ د ۲۰۱۴ کال سولې لپاره د نوبل جایزه وګټله.
نیټه: Sat, 11 Oct 2014 10:03:12 +0000

د سوات پښتنې ملالې یوسفزۍ د ۲۰۱۴ کال سولې لپاره د نوبل جایزه وګټله.

سږکال دغه جایزه دوه کسانو ته ورکړل شوه، دویم کس کیلاش ستیارتي نومېږي چې هندی دی.

"دغو دواړو کسانو ته د ماشومانو او ځوانانو پر ضد د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې لپاره د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه".

په دې اړه ملالې ویلي چې د سولې د نوبل جایزې لاسته رواړل دې ته د ډېر عزت خبره ده.

نوموړې وویل "د دې جایزې سره ځان نور هم پیاوړې او زړه وره احساسوم".

هغې وویل ښوونځي کې په زده کړې بوخته وه چې د جایزې د ګټلو خبر یې تر لاسه کړ.

"زه ډېر خوشاله یم چې دغه جایزه د هند د هېواد له یوه وګړي سره شریکوم".

"دا جایزه ما ته حوصله راکوي چې د نجونو او ماشومانو د تعلیم د حق لپاره خپل کمپاین ته ادامه ورکړم ځکه تاسو وینئ چې زموږ په ټولنه کې ډېر ماشومان تعلیم حاصلولو فرصت نه لري".

د ناروې د نوبل کمېټې مشر توربجورن جګلند ملاله د هغې د لاسته راوړنو لپاره وستایله.

نوموړي وویل: "د ځوان عمر سربېره، ملالې یوسفزۍ څو کاله د نجونو د تعلیم د حق لپاره مبارزه کړې او دا مثال یې وړاندې کړی چې ماشومان او ځوانان هم کولې شي د خپل حالت د بدلون لپاره کار وکړي".

"نوموړې دغه کار په ډېر خطرناکو حالتو کې تر سره کړی دی. هغې د اتلانو په څېر مبارزه کړې او د نجونو د تعلیم د حق په برخه کې د یوې مشرې ویاندې رول لوبوي".

 

تر دې وړاندې، د ټایم مجلې ملاله د ۲۰۱۳ کال تر ټولو اغېزمنو کسانو په لست کې راوسته او دغه کال دې د اروپا د بشري حقونو د سخاروف درنه جایزه هم وګټله.

 

۶۰ کلن ښاغلی ستیارتي د مهاتما ګاندهي د وخت دود ساتلی او د "ماشومانو نه د پیسو لپاره د ناوړه ګټې اخیستنې پر ضد یې" ګڼ سولیز اعتراضونه ترسره کړې دي.

د نوبل جایزې ګټلو د خبر په غبرګون کې ښاغلي ستیارتي بي بي سي ته وویل:

"دا د ټولو هندیانو لپاره د ډېر عزت خبره ده، دا د ټولو هغو ماشومانو لپاره د عزت خبره ده چې د ټکنالوژۍ ، بازار موندنې او اقتصاد د پرمختګونو سربېره لا اوس هم د غلامۍ ژوند تېروي".

"او زه خپله دغه جایزه ټولو دغه ډول ماشومانو ته ډالۍ کوم".

ملاله تېر کال هم د سولې نوبل جایزې ته نومانده وه.

نوموړې د ماشومانو د تعلیم فعاله ده.

ملالې په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو له لورې په سر په ډزو له لګېدو وروسته هم د نجونو لپاره د غوره حقونو خپل کمپاین ته ادامه ورکړې ده.

په ۲۰۱۴ کال کې د ناورې د سولې نوبل جایزې ته ۲۷۸ کسانو ځان نوماند کړی و.

په ۲۰۱۳ کال کې دغې جایزې ته ۲۵۹ نوماندان ثبت شوې وو.

پروسږ کال د سولې نوبل جایزه اروپايي اتحادیې ته ورکړل شوه، خو ټول په دې اړه یوه خوله نه وو.

انتقاد کوونکو ویلي وو چې د سولې جایزه هغې اتحادیې ته ورکړل شوه، چې له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته