پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار صنعتکارانو د صنعت د پراختیا لپاره یوه نوې طرحه جوړه کړې
نیټه: Sun, 19 Oct 2014 11:26:30 +0000

د ننګرهار د صنعتکارانو ټولنه وایي، په دغه ولایت کې یې د صنعت د پراختیا په هدف یوه نوې طرحه جوړه کړې ده.

د دغه ولایت د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال محمد قاسم یوسفي وویل؛ له دې طرحې سره به د صنعتي ادارو تر منځ همغږي رامنځ ته شي او د صنعت کارانو د بریښنا او ځمکو ستونزې به هم حل شي.

ښاغلي یوسفي همدا راز وویل چې؛ په دې طرحه کې د مالیاتو د قانون او ګمرکاتو کې د تعرفو په برخو کې د موجوده ستونزو لپاره د حل لاري شاملي دي.

د نوموړي په خبره، دغه نوې طرحه به ولسمشر احمدزي ته وړاندي کړې تر څو د دوی ستونزي ورحل کړي.

د دوی په وینا، که چیرې په دغه ولایت کې د صنعتکارانو ستونزو ته پاملرنه ونه شي؛ صنعت به په هغه

ډول چې لازم وي؛ وده ونه کړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته