پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د امريكا د فضايي چارو كوچنۍ جاسوسه سفينه بېرته ځمکې ته را ښكته شوده
نیټه: Mon, 20 Oct 2014 06:17:40 +0000

د امريكا د فضايي چارو كوچنۍ جاسوسي سفينه چې دوه كاله وړاندې فضا ته لېږل شوې وه بېرته را ښكته شوې ده

دا كوچنۍ فضايي سفينه چې X-37B نوميږي ۶۷۴ ورځې پخوا فضا ته لېږل شوې وه چې د تېرې جمعې په ورځ يې په برياليتوب سره ناسته وكړه. دا فضايي سفينه د امريكا د وسله والو ځواكونو پورې اړه لري. تر اوسه لا څرګنده نه ده چې ددې فضايي بېړۍ ماموريت ته دى


د X-37B فضايي سفينې شاوخوا ۲ كاله د ځمكې په مدار كې تېر كړل چې وروسته د امريكا د كليفرونيا په ايالت كې په يو هوايي ډګر كې يې بريالۍ ناسته وكړه
پوهان پدې اند دي چې دا سفينه د جاسوسي فعاليتونو په موخه فضا ته لېږل شوې وه. ځينې بيا پدې اند دي چې كېداى شي دا سفينه د نوې مدرنې وسلې يوه برخه وي چې په راتلونكې كې به توليد شي


امريكايي مقاماتو پدې اړه د زياتو معلوماتو د وركولو نه ډډه وكړه او څرګنده يې كړه چې د ځمكې په مدار كې د `` څېړنو`` په موخه توغول شوې وه
دا د X-37B ډوله دريمه سفينه ده چې د امريكايي ځواكونو لخوا فضا ته توغول كيږي. ددې ټولو فضايي ماموريتونو موخې پټې ساتل شوي دي


يو شمېر كارپوهان پدې اند دي چې د X-37B د فضايي سفينې په واسطه امريكايان د چين د هېواد نظامي او فضايي فعاليتونه څاري


دا بې پيلوټه سفينه ۹ متره اوږدوالى،۳ متره ارتفاع او ۴ متره سور لري. د سفينې د انرژۍ سرچينه د لېتيوم نه جوړې شوې بترۍ دي چې د لمر د انرژۍ په واسطه چارچيږي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته