پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په جلال اباد کې یو حصوصي شرکت له ضمانت پرته له خلکو پيسې راټولوي
نیټه: Thu, 06 Nov 2014 09:49:21 +0000

 

په جلال اباد ښار کې د مرۍ جوړولو یو خصوصي شرکت چې له تیرو دوو میاشتو راهیسي په دې ښار کې فعالیت کوي په لکونو افغانۍ یې له خلکو بندې کړي خو د دغه پیسو د ضمانت نه شتون اوس خلک اندیښمن کړي او په مقابل کې یې ضمانت غواړي.

د عابد عرفان د مرۍ جوړولو په نامه شرکت  خلکو ته د پینځه زره افغانيو په بدل کې یو پاکټ مرۍ ورکوي او په تارونو کې د اوبدلو وروسته چې باید څوارلس ورځې وخت ونیسي یونیم زر افغانۍ ګټه ورکوي.

د جلال اباد ښار ترڅنګ د ننګرهار ولایت له بیلابیلو ولسوالیو څخه په زرګونو خلکو له دې شر کت سره د پیځه زره افغانیو نیولې تر لس لکو افغانیو پورې بندې کړي.

د چپرهار ولسوالۍ څخه یوې سپین سرې ښځې د ټلیفون په لیکه شرق رادیو تلویزیون ته وویل چې نقدې پیسې راسره نه وې او د شودو غوا مې ورته خرڅه کړه او له یاد شرکت څخه مې په ډیرو ستونزو څو پاکټه مرۍ واخیستې .

هغې اندیښنه څرګنده کړه چې د دې پیسو په مقابل کې کوم ضمانت نشته هسې نه چې پیسې یې سر وخوري.

یاد شرکت ته ورغلو کوڅه  له خلکو ډکه وه زیات خلک په طمعه ولاړ وو چې د پینځه زره افغانیو په بدل کې مرۍ ترلاسه کړي.

کله چې د درواځې څخه داخل شو څوغرفې وې چې باید مرۍ اخیستونکي هلته خپل نوم ولیکي او په دوهمه غرفه کې چې د بانګ غرفه وه هلته پیسې ورکول کیدې .
په دریمه غرفه کې یو کس ناست چې خلکو ته یې مرۍ ورکولې له مسول تن څخه مو وغوښتل چې پییل شوو مریو زخیرې ته مو بوځې خو دوې وویل چې له موږ سره زخیره نشته کومې مرۍ چې پیل کیږي هغه قطر ، تاجکستان او دوبۍ ته وړل کیږي

یو تن چې مرۍ يې په لاس کې وې وویل چې پیسې یې ورکړې ولې په دی برخه کې کوم ضمانت شتون نه لري.  

 دعابد عرفان د مرۍ جوړولو شرکت اداري مسول وویل کومې پیسې چې د خلکو څخه اخیستل کيږې څوارلس ورځې وروسته د مزدوۍ پیسو سره یو ځای ورکول کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې د شرکت ټول قانوني اسناد په لاس لرو خویواځې د ضمانت په برخه کې کار نه دی شوې چې په نزدې راتلونکې کې به هغه هم بشپړ شي.

د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال هم تاييد کړه چې د ياد شرکت کارونه دوی ته د منلو وړ ځکه نه دي،چې د عامو خلکو څخه د راټولو شویو پیسو هیڅ تضمين نه دی ورکړل شوی او په غیرې قانوني توګه يې د پیسو راکړې ورکړې لپاره په خپل شرکت کې شخصي بانک جوړ کړی.

د ګردیوال په خبره اوس ولایتي اداره له دې ستونزې څخه خبره شوې او اړوندو ادارو ته يې دنده سپارلې چې د دې شرکت کارونه ترهغه وخته وځنډوي ترڅو د خلکو د سرمايه د خوندیتوب لپاره ولایتي ادارې تضمين ورکړي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته