پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د نړۍ تر ټولو لوړ او تر ټولو ټيټ انسان سره ليدنه وكړه.
نیټه: Sat, 15 Nov 2014 10:36:37 +0000

 

د لومړي ځل لپاره د نړۍ د تر ټولو ټيټ انسان سره چې يواځې ۵۴ سانتي متره لوړوالى لري ليدنه وكړه.

کوسن سلطان چې د تركيې هېواد دى او د نړۍ د ۲ متره او ۵۱ سانتي متره ونې په درلودلو سره د نړۍ د تر ټولو لوړ انسان لقب لري پرون په لندن كې د لومړي ځل لپاره د نړۍ د تر ټولو ټيټ انسان سره چې يواځې ۵۴ سانتي متره لوړوالى لري ليدنه وكړه. 

دواړو ريكارډ لرونكو په لندن كې د ګیسن د ريكارډونو د كتاب د چاپېدلو په ۶۰مه كليزه كې ګډون وكړ. 
 

دا پروګرام چې په لندن كې د بېګ بن د ساعت د برج او د انګلستان د پارلمان د تاريخي ودانۍ ته څېرمه جوړ شوى وو پكې د نړۍ يو شمېر ريكارډ لرونكو كسانو ګډون كړى وو. 


د پروګرام تر ټولو ټيټ انسان بيیا چاندرا بهادر ډانګی وو چې د نپيال د هېواد اوسېدونكى دى او تر نيم متر څو سانتي متره لوړه ونه لري. 
په پروګرام كې دواړو سره لاسونه وركړل او عكسونه يې واخيستل. 
 

كوسن سلطان خبريالانو ته وويل چې ۳۲ كاله عمر لرم. د تېرو پنځو كلونو راهيسې د نړۍ د تر ټولو لوړ انسان  لقب لرم او تر اوسه هېڅوك يې را نه په اخيستلو بريالى شوى نه دى.

 خوشاله يم چې دلته د خپل ګران هېواد د معرفي كولو لپاره راغلى دى. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته