پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار ولایت ۷۷ تنه په ایډز ناروغۍ اخته دي
نیټه: Mon, 01 Dec 2014 11:04:42 +0000

 

د دستمبر لومړۍ چې د قوس د میاشتې له لسمې نیټې سره برابره ده د ایډز د نړیوالې ورځې په منظور د دغه شعار لاندې چې (درملنه ایډز کنترولوي، او دوامداره درملنه د ژوند ژغورل دي)

په یوه غونډه کې په ننګرهار ولایت کې ولمانځل شوه .

 

په دغه غونډه کې د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال، د ننګرهار د عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کاموال، د نړیوالو مؤسساتو استازو او د دولتي ادارو مسؤلینو برخه اخیستې وه

 

د ننګرهار د عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کاموال د غونډې ګډنوالو ته په خپلو خبرو کې ددغه ناروغۍ د انتقال په هکله وویل چې دغه ناروغۍ د انتقال څلور لاملونه دي.
نوموړي وویل چې دغه ویروس د متعادینو له لوري د سورنجو ګډ استعمال، غیر مسؤله جراحي پروسیجرونه، نامشروع جنسي اړیکي او له مور څخه ماشوم د ایډز د ناروغي انتقالیږي.
 

کاموال وویل د ۱۳۹۲ کال ترپایه په ننګرهار ولایت کې ۷۷ تنه چې ۶۰ یې نارینه او ۱۷ یې ښځینه دي د ایډز په ناروغۍ مبتلا دي چې له دغې جملې یې ۲۸ تنه هغه متعادین چې د سورنجونو د ګډ استعمال څخه په دغه ناروغۍ اخته شوي، ۳۸ تنه یې د نامشروع جنسي اړیکو له امله، ۶ ماشومانو ته د میندو له لوري او ۵ تنو نورو ته د نامصؤنه وینې او نامسؤنه جراحي پروسجرونو له امله دغه ناروغي انتقال شوې.
 

نوموړي وویل پر دغه ناروغۍ د اخته ناروغانو له جملې یې ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی ،۳۶ تنه عملاً تر درملنې لاندې دي او پاتې ۳۲ تنه یې دا مهال په ننګرهار کې نشته.
 

په۱۹۸۱م کال د دسمبر مياشتي پر لومړۍ نېټه ايډز د يوې ناروغۍ په توګه په رسميت وپېژندل شو. دغه ناروغي د (HIV) ويروس له کبله رامنځته کيږي چې هره ورځ ۹۳۰۰انسانان په ټوله نړۍ په دغه وايروس اخته کيږي.

په ټوله نړۍ کې ۳۶ میلونه وګړي په ایډز ناروغي اخته دي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته