پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لسو کلونو کې د ماشومانو خوارځواکي ۲۰ سلنه کمه شوې
نیټه: Sun, 04 Jan 2015 09:20:11 +0000

د ماشومانو د ملاتړ اداره يونيسف وايي په تېرو ۱۰ کلونو کې په افغانستان کې دماشومانو د خوارځواکۍ کچه نږدې ۲۰ سلنه رالوېدلې ده.

په افغانستان کې د يونيسف دفتر وايي لا هم اندېښنې پر خپل ځای دي؛ ځکه اوس هم ۴۰ سلنه افغان ماشومان په خوارځواکۍ کې ژوند کوي.

يونيسف په افغانستان کې د خوارځواکۍ د ختمولو لپاره د افغان حکومت او د مرستندويه ادارو له لوري  د لا نورو ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه.

له ماشومانو د ملاتړ ادارې يونيسف ویلي په ۲۰۰۴ زیږدیز کال  کابو ۶۰ سلنه افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته وو؛ خو اوس  دا کچه ۴۰ سلنې ته راښکته شوې ده، د ملګرو ملتو  دغه  اداره  دا کمی  د افغانستان لپاره يو ښه زېری بولي.

په افغانستان کې د دغې ادارې وياند عزيز فروتن وايي د يونيسف په همکارۍ د افغان حکومت تازه سروې هيله بښونکې ده؛ خو يونيسف  د افغان ماشومانو په منځ کې پاتې ۴۰ سلنه خوارځواکي د  اندېښنې  وړ بولي او وايي د دغې سلنې د بېخي راټيټېدو لپاره بايد نور کوټلي ګامونه پورته شي.

د يونيسف په ګډون د نړیوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ د افغانستان د عامې روغتيا  وزارت  له لوري ماشومانو ته د خوړو د ورکړې پروګرام د خوارځواکۍ کچې په ښکته کېدو کې اغېزمن پرېوتی دی.

د روغتيايي چارو پوهان وايي که په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ مخه و نه نيول شي، کېدای شي دا د راتلونکو نسلونو په قد، غټوالي او آن ځيرکتيا ناوړه اغېز وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته