پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې له کوچینانو سره د تولیدي توکو مرسته وشوه
نیټه: Sun, 04 Jan 2015 11:45:28 +0000

 

په ننګرهار ولايت کې د کليوالي صنعت د ملي پروګرام له خوا د کوچيانو له ٢٣  کورنيو سره د هغوی د صنعت د ښه بازار موندنې لپاره د يو شمېر تخنيکي توکو مرسته وشوه.

د ياد پروګرام مشر وويل ،چې په مرسته شویو تو کو کې زرنج موټرسایکل او د پنير جوړولو او نور تخنيکي توکي شامل دي.

نوموړي وويل چې دا مرستې د هغو کورنيو سره کيږي، چې په خپلو ورځنيو چاروکې د اقتصادي او  يو شمير نورو ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

هغه وويل چې يادو کسانوته  تر دې وړاندې د صنعت او ښه بازار موندنې لپاره  ورکشاپ ور کړل شوی.

د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال وويل ، چې د ياد پروګرام  د مسولينو له خوا چې د کوچيانو ورونو د ژوندانه د ښه والي  لپاره کوم ګام پورته شوی موږ يې هرکلی کوو.

نوموړي وويل چې په راتلونکي کې بايد هڅه وشي چې د کورني صنعت د ښه والي  لپاره  نوري مرستې هم وشي.

يو شمير نورو ګډونوالو په نورو مرستندويو موسسو هم غږ وکړ، چې د کورني صنعت پرمختګ لپاره بايد په ورته اقدام لاس پوري کړي.

 

 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته