پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ختيځ زون کې ښځو ته ۷۴ کوچنۍ شنې خونې جوړې شوې
نیټه: Tue, 06 Jan 2015 10:53:45 +0000




د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې په ننګرهار، لغمان او کونړ کې د ښځو لپاره ۷۴ وړې شنې خونې جوړې شوې دي.


د يادې پروژې د بڼوالۍ څانګې مشر خادم حسين همدم رسنیوته وويل چې د يادو شنو خونو د جوړونې چارې په دې وروستيو کې بشپړې شوې دي.


د هغه د معلوماتو له مخې، له يادو شنو خونو ۴۸ د ننګرهار په بهسودو، کوز کونړ او دره نور ولسواليو، ۱۰د لغمان په مرکز مهترلام او قرغيو ولسوالي کې او ۱۶ نورې د کونړ په مرکز اسعداباد او نرنګ ولسوالۍ کې جوړې شوې دي.


هغه وايي چې په هره شنه خونه لږ تر لږه ۵۰۰۰ افغانۍ لګښت راغلی چې ټول د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې له لوري ورکړل شوى دى.


دغه راز د همدم د څرګندونو له مخې، هره وړه شنه خونه ۱۲ متره اوږدوالی او ۳ متره سور لري چې ۱۵ متره پلاستيک او ۲۵۰ متره سيم ته چې ۱۲ملي قطر لري، اړتيا لري.
 

د ده په وينا، د دې تر څنګ د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې له لوري ټولو هغو مېرمنو ته چې وړې شنې خونې ورته جوړېږي، د رومي بانجانو، تورو بانجانو، مرچو او نورو سبو تخمونه او اړينې زده کړې هم ورکړل شوې
 

دى وايي، د شنو خونو د جوړولو موخه دا ده چې د کال په سړو موسمونو (مني او ژمي) کې سبزيجات او دغه راز د پسرلي په لومړيو وختونو کې بزغلی توليد شي، تر څو ښځې وکولای شي له دې لارې پيسې ترلاسه کړي او خپلې او د خپلو ماشومانو روغتيا ته پام وکړي.
 

د ده په وينا، د شنو خونو جوړول د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې له مهمو فعاليتونو دي، ځکه چې ګټه يې ښځينه کروندګرو او د هغو ماشومانو ته رسېږي او مېرمنې کولای شي له دې لارې د خپلې کورنۍ په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.
 

دغه راز دى وايي چې د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې تجربې ښيي چې د شنو خونو جوړول کولای شي په ښځو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ مخه ونيسي او ښځو ته له کوره د باندې د فعاليت فرصتونه برابر کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته