پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پيسه
نیټه: Mon, 09 Mar 2015 08:00:42 +0000

 

 

زه هغه څه يم، چې خلكو ته عزت وركوم، نوم ونښان وركوم ، شان وشوكت ، چوكۍ او منصب وركوم.

زه كه چاترلاسه كړم كه هغه هرڅوك او دهرې پوړۍ او قشر څخه وي ؛نو خلك به يې عزت كوي محفلونو او غونډو ته به بلل كيږي، خيركه هغه په خبرو هم نه پوهېږي؛ نو خلك به يې زما په بركت جرګو او مركوته د پرېكړو  لپاره رابلي كه دغه ښاغلي له چاسره هېڅ مرسته هم نه كوي؛ خو داچې زه ورسره په جيب كې يم هېڅ بې هېڅه يې عزت كېږي په خلكو يې خبرې ښې لګېږي او د زړه په غوږو يې اوري ، هر څوك هڅه كوي چې ځان ورنږدې كړي،  كه هغه په هره كچه وي ،كه دغه جناب د اسلامي شعايرو، قوانينو او ټولنيزو ضوابطو هېڅ مراعات هم ونه كړي، بيا هم خلكو ته بد نه ښكاري ؛ځكه چې زه يې ملګرې يم دداسې اعمالو پايله داشي چې له علم او بصيرته ناخبره خلك دده ناوړه او ناروا اعمال روا او ښه كړنه وګڼي او ترخپلې وسې يې تعقيبوي او عملي كوي يې، چې په نتيجه كې د خوږ پيغمبر(ص) د دې وعيد سره مخامخ شي چې فرمايي:

(( مَنْ  ّمََشََىٰ مَعَ ظَالِمٍ لِيُقَوِّيَهُ وَهُوَيَعْلَمُ اَنَّهُ ظَالِمٌ فَقَدْ خَرَجَ عَنِ اْلاِسْلاَمِ))

 ترجمه((څوك چې له يوظالم سره دهغه دقوي كولو په نيت روان شي په داسې حال كې ، چې دى پوهېږي چې دا ظالم دى په تحقيق سره له اسلام څخه خارج شو)).

زه يم چې ډېر مې له سپېڅلي ايمان څخه خلاص كړل او په ارادي او غير ارادي توګه د كفر او جهالت په درياب لاهو شول، هغوى له ماسره دومره مينه لري، چې دلاسته راوړلو په لاره كې هېڅ قانون او لايحه نه مني او په پټو سترګومې ترلاسه كوي ، دهغوى دژوند دټولو ابعادو معيار ددنيا په مزخرفو عقايدو او عاداتو استوار وي ،خوراك يې حرام ، لباس يې دشريعت سره مغاير، ضمير يې مړ او دقيافې جوړښت يې داسلام د دښمنانوپه تقليد ولاړ وي،  دخداى (ج) ويره يې په زړه كې نه وي،  زما دلاسته راوړلو لپاره دهېچا حقوقو ته پاملرنه نه كوي، لوړو او عالي مدارجو او پوستونو ته درسېدو په خاطررشوت وركوي، خلكوته دخدمت په نوم د خلكو رايې ترلاسه كوي ، تر څو چې ځان درشوت اخيستو پوړۍ ته ورسوي.

 خو زما په هكله بايد يوطرفه پرېكړه ونه شي چې ګنې زه يوه بدبخته او بد شګونه سيكه يم زما په هكله تاريخونه مطالعه كړئ  داچې دپورته يادو شویو پستو او جاهلانه اوصافو لرونكي خلك ماترلاسه كړي؛ نو بيا زما په وسيله هغوى ناوړه اعمال ترسره كوي، كه نه همدا زه يم چې خلك د ايمان او صداقت لوړو مرتبو ته رسوم ، هغه خلك چې په الله (ج) كلك ايمان ، باور او راسخه عقيده لري او له خداى (ج )څخه پرته هېچا ته د انقياد سر نه ښكته كوي، دهغو قواعدو، احكامو، اوامرو او نواهيو، كلك مراعات كوي چې په ځمكه دانسانانو د ټاكلې مودې د ژوند دټيكاو او د ابدي ژوند دښېرازۍ لپاره الله (ج) ځمكې ته راستولي دي، هغوی زما دلاسته راوړلو لپاره كار او زيار ګالي؛ خو خپل مسير نه پرېږدي پخپله شتمنۍ كې دهېچا په حقوقو سترګې  نه پټوي ځكه چې اسلام دشتمنيو دمصرف لارې په روښانه توګه بيان كړي دي.  دزكات او صدقاتو له لارې هرچاته دهغوی خپل حقوق په ډېره امانتدارۍ او پرته له كوم منت او احسان څخه ورسپاري، هغوی دټګۍ او تزوير له هر راز كړنو څخه ځان ساتي. دمنصب دلاسته راوړلو لپاره له ناروا لارو څخه كار نه اخلي ،خپل سپېڅلي هدف ته درسېدو لپاره له مستقيمې لارې څخه نه منحرف كېږي ،دا خو زه يم چې ددنيا ګوټ ګوټ ته مې د علم او پوهې زرينې وړانګې ورسولې ،نړۍ مې له تورتمه خلاصه كړه كه زه نه واى ؛نوپه نړۍ كې به دا موجودې  اسانتياوې نه وې، كه زه نه وای په نړۍ كې به دعلم دا كاغذي او الكترونيكي كتابتونونه نه وای ،دپخوا په څېر به دګوتو په شمېر خلكو علم او پوهنې ته لاسرسى درلود.

په اخر كې زما يو وصيت واورئ او هغه داچې خداى(ج) ته وګورئ له ماسره ډېره مينه مه كوئ ،كه زه ستاسې په قسمت كې يم خپله به لاسته درځم زما په خاطر خپل ضمير مه پلورئ ، دخلكو قدر دهغوى د انسانيت ، شرافت، فضيلت او علميت په اساس كوئ، زما دلاسته راوړلو لپاره بيګناه انسانان مه وژنۍ او دانسانيت د دښمنانو دلاس اله مه ګرځئ ،ديو واقعي مسلمان په ډول هوښيار او بيدار اوسئ دهرچا په هره خبره پرته له فكر او تدبر څخه عمل مه كوئ ،ځكه الله (ج) فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِيْنَ آمَنُوْا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَاٍ فَتَبَيَّنُوْا أَنْ تُصِيْبُوْا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوْا عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِيْنَ ﴿٦﴾الحجرات

ژباړه:  (( ای مومنانو!که یوفاسق تاسې ته کوم خبر راوړي،دخبر څېړنه او تحقیق وکړئ، ترڅو خدای(ج) مه کړه یوې ډلې ته په ناپوهۍ کې ضرر ورسوئ اوبیا به په خپله کړنه پښېمان شئ)).

له بېځايه چاپلوسۍ څخه ځان وساتئ ، دځان دظالم كولو، دځان دګمراه كولو او بالاخره دځان دكافركولو وسيله مامه ګرځوئ، بيا به خلك وايي چې پېسې يې پيدا كړې، ځكه  داسې اعمال ترسره كوي، دافكر نه كوي چې هغه خو هم زه يم ،چې د يو سخي په لاس ديو فقير جيب ته ورځم هغه په نس مړوم او سخي ته د دعا کولو موجب ګرځم،  هغه خو هم زه يم چې د يو دين دوست او وطن پرست په لاس مسجد، مدرسه او ښوونځی جوړوم په مسجد او مدرسه كې دخداىY ددين زده كوونكو ته كتابونه اخلم، لارې او سركونه جوړوم،  داهم زه يم چې د يو مشفق انسان لاس  دټولنې  اړو  معلولينو ته ورغځوم ترڅو هغوى پخپلو پښو ودرېږي او دخلكو له احتياج څخه خلاص شي، لنډه داچې په ما كې هېڅ ګناه نشته، ګناه په هغه چا كې ده چې دجهالت او ناپوهۍ له امله  ماپه ناوړو لارو مصرفوي.             

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته