پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پرتلې
نیټه: Mon, 09 Mar 2015 09:07:55 +0000

                                                                                                     

 

 

 

ادبي څېړونکي نه  یوازې داچې د ادبي موادوپه شرحه کې سترلاس لري ؛ بلکې د ادبي موادوپه راټولواوخوندیتوب کې هم ستره ونډه لري.

 

د ادب  د مینه والواو  زیاترو  لیکوالو د ادبي  ذوق اوتندې  دخړوبولولپاره بايد لیکوال  یو او یاڅوادبي اثارترڅېړنې لاندې ونیسي اوهغه څه چې ددغواثاروپه منځپانګه کې پراته وي ،  د لوستوالومخې ته دې یې په داسې ډول وړاندې کړي ، چې‎ هغوی د دغولیکنوپه  هر اړخیزوخواو كې راز راز مالومات ترلاسه کړي.

 

 که څه هم ، چې پخپله په ادبي لیکنوکې یاده  متره  وي ؛  خو ترهغه  چې ادبي څېړونکی  دغه ليکنې د څېړنې د اصولوله مخې تشریح نه کړي ؛  نوخونداو رنګ یې نوروته  په اسانۍ نه څرګندېږي؛  دغه  راز که چېرې په ادبي څېړنه کې ادبي اثر د ادبي کره کتنې په تله  وتلل شي، دا کار به لاپسې د ادبي لیکنو د راسپړلو لپاره ډېره ګټوره پایله ولري.

 

د بېلګې په توګه یو داسې ادبي اثر،چې له پامه غورځول شوی وي  او له منځپانګې یې نور  وګړي په سمه توګه مالومات ونه لري ؛  که چېرې  د ادبي کره کتنې د قاعدې له مخې يې ټولې خواوې  د مینه والوپر وړاندې رالوڅې شي  کېداى شي ، چې په یاد  اثر  کې  ډېر داسي څه ومومو، چې پرهغې لا لوستونکي خبرنه وي او په څېړل شوې اثرکې  د ادبي ښکلا د ځلولو له برکته ، دغه  اثر په  ټولنه کې د ښه ځلېداجوګه شي، چې همدا د ادبي څېړنې او ادبي  کره کتنې  دنده اوموخه هم ده .

 

د پښتوکلاسیک ادب، چې د پښتو ادبیاتوطلايي پړاو ګڼل کېږي ؛  لکه څومره چې اړینه ده  تراوسه لا اوسني  نسل او په تېره  بیا د ادب مینه وا لو مطا لعه کړی نه دی .

 داچې د حساب  له  مخې   پښتوغزل د منځني پړاو په کرونده کې را ټوکېدلی؛  نوله همدې کبله د ذکرشوي  پړاو شرحه ډېره اړینه ده.   په دغه پړاوکې د ادبي ښوونځیوسر لارو او لارویانو د پښتوغزل ،لکه څومره چې مناسب وه، د هغه وخت  د نورو ژبوشاعرانو له شاعرۍ سره  دسیالۍ جوګه کړ او اوس هم ، کله چې زموږ  د ننني وخت  پیاوړي شاعران شعرونه لیکي ،له ځینونویو خیالاتو، ژبنیو ترکیبو نو، كلمو او نویوموضوعاتو‎ پرته ، چې په شعرونوکې يې ورته ځای ورکړی وي ، د منځني پړاو له شعري اغېزيې غزل خوندي پاتې نه وي اوخامخابه په یوه نه یوه بڼه په کې همغه رنګ ځل وهي .

 

ددې لپاره چې  د پښتو د منځني پړاو دشاعرانو یوه یادونه شوې وي ما دپرتلې تر سر لیک لاندې د دوی ترمنځ  د شاعرانه راز رازخیالاتو او فکرونو دخپلوۍ په اړه موضوع  تربحث لاندې نیولې او دخپل توان په کچه به يې د لوستوالو مخې ته کېږدم .

د شعر په  وړاندې کولوکې که  له یوې خواشاعر د خپل  چاپېریال انځورګري کوي؛  نو له بله پلوه کله کله  ورته خپله وینا  هم دومره لوړه څرګنده شي، چې  نورشاعران په دې فن کې  ورته کمزوري ښکاري.

خوشال باباوايي:

            

 سل سړبني تریوه غزل ځاريږه

                نن چې داپښتوده کرلاڼي خوشال ويلې

 

خوکله کله دغه  ډول ځان ښودنه په خواوشا کې د نوروشاعرانوله سختو غبر ګونونو سره مخ کېږي اوهغوی يې د ورته  ځواب  ورکولو زیارګالي.

 لکه دعبدالرحمان باباپه دې بیت کې:

                     

   یوخوشال یوکم سل خټکه نورپه طبیعت کې

                          ځارشه د رحمان  سړ بني له یوه فرده

 

په پورته بیتونوكې که له یوه پلوه  د یوه شاعر د ځان ښودنې په اړه  د بل شاعر غبرګون ښودل شوی؛  نو ورسره ورسره ترې  موږ ته  د شاعرانو د  ژو ند زمانه هم مالومېږي.

په لاندې بیت کې د خوشال بابا د رازساتلو دهوډڅرګندونه وګږرئ:

                             

ستاپه رازبه ژبه هم نه كړم خبره

                              تل تر ژبې رسېدلی رازسمردی

 

خوسکندرخان خټک د رازساتلوپه هوډکې تر خوشال بابا هم  ځان  غښتلی ګڼي اوخپل اشنا ته  وایي، چې  خپل  راز مې له تاهم پټ ساتلی:

                         

هغه راز د محبت چې پټ له تادی

                                زړه خبر ورځنې نه شه قلم هم لا

 

سعید خټک له  نړۍ  تر تګ  وړاندې خلکوته  لارښوونه کوي، چې باید تر کوچېدو وړاندې خپله هستي او املاک  روان کړي او په کارنه ده ، چې د دښمن لپاره ( چې  د ده په نظر دنیاده)  وايي چې  دنیامه پرېږدﺉ :

            

ددښمن لپاره مه ږده  دنیا وروسته

              ترخپل ځان پخواروان کړه خپل املاک

 

په  ورته  مانا د عبدالرحمان باباڅرګندونه  وګورﺉ :

 

وړاندې سرای لره توښه تړه رحمانه

څودې کړی سفرنه  دی  د دې سرایه

 

شهیدخوشال له ډېره غمه  نهیلی ښکاري او د اوږد درد او  غم  د ملګرتیا له کبله خپل ځان  داسې انځوروي:

                     

تمام تن مې وچ لرګی شو، رنګ مې تار ورباندې پرېوت

                   زیروبم اواز ترې خېژي هېڅ حاجت د رباب نشته

          

   مګر معاذالدین  نورو ته  د شهیدخوشال په برخلیک  د اخته کېدو وړانديزکوي:

 

خپل وجود رباب کړه  چې د یار په  در غږېږي

څه غواړې بې درده  په رباب مه وهه ګوتې

 

نوربیا                                                                                                                                                                                

                                                   

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته