پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د لمريزې انرژۍ څخه عامه استفاده
نیټه: Wed, 11 Mar 2015 09:01:06 +0000

 

ليکوال : استاد عبدالوحيد(وحيد)

 

 

   د ډيناميک له نظره هر هغه څه چې دکاردترسره کولو وړتيا لري، انرژي لري او هر هغه څه چې انرژي لري کارترسره کولاي شي، په طبيعيت کې مختلف جوړښتونه شته چې انرژي او دکار ترسره کولو قابليت لري . د بېلګې په ډول کله چې داوبوجريان له غره څخه درې ته جريان لري کولاي شي دژرندې څرخ  ته دوران وړکړي، د بخار په ماشينونوکې د بخاردفشارله کبله پستون په حرکت راځي . او يا کله چې د سونګ مواد د جت انجن په محفظه کې سوزي د حرکت د پيداکېدو لامل ګرځي. بنا پردې په طبيعيت کې انرژۍ په مختلفو ډولونو توليديږي او مصرفيږي، خو ترټولو مهمه داده چې کولای شودانرژۍ ټول ډولونه له يوې بڼې څخه بلې بڼې ته واړوو. په طبيعت کې د انرژۍ مهم ډولونه عبارت دي له : ميخانيکي، نوري، اتومي، حرارتي، برقي، الکترومقناطسي او نور.

    دلمردکُرې څخه چې ځمکې ته انرژۍ راځي د نوري – حرارتي , تشعشعي ياپه نوروبڼوراځي.دساينس اوتخنيک اوسني دستګاوې کولای شي دلمر تشعشعي، نوري او حرارتي انرژۍ متمرکز کړي او وروسته يې په تودوخه يا د برق په جريان بدل کړي.

   دلمردمتمرکز شوي انرژۍ څخه داخلي پخلي په داشونو، اوبه جوشونکو او نورو وسايلو کې کار اخلي , چې نه چاپيريال ککړوي، نه زيات وخت نيسي، نه خطر لري او نه هم د محصول بِل :

   په شلمه پيړۍ کې د سونګ د موادودکموالي له امله پوهان دې ته مجبور شول ترڅودانرژۍ د توليدلپاره دلمرله وړانګو څخه استفاده وکړي. دغه طريقه ډېر ژرخپل اهميت ثابت کړاودمارکېټ واک يې پخپل لاس کې ونيو. په پيل کې لمريز وسايل د بڼې، حجم، ګتورتوب، مصرف اوکارونې له لحاظه زيات د پاملرنې وړنه و، مګروروسته دتخنيک هاهرين دنوموړو اوزارو په ټولو فکتورونو کې ژور بدلونونه رامنځته کړ او دايې ثابت کړ چې حرارت او نوري انرژۍ چې د لمر له وړانګو څخه په لمريزو دستګاوکې توليديږي له لرګي، سکاره، بريښنا، هستوي انرژۍ، نفت او غاز څخه څو څو ځلي ګټور دي.

   دلمرڅخه ځمکې ته چې هواره مستوي بڼه لري او پراخوالی يې سل يارد مربع دی دومره انرژۍ رسيږي چې د سکاره د 17 پونډه او د نفتو له 15 ليتره له سوزيدو څخه لاسته راځي، له همدې ځايه دساينس پوهانو پاملرنه لمريزې انرژۍ ته واوښته، په ځانګري ډول په اخلي پخلي، د اوبو په ګرمولو، د بريښنا د جريان توليد اوهم د اوبو تقطير لپاره له دې انرژۍ څخه په آسانۍ سره کار اخستلاى شو.

    داوړي په موسم کې د لمريزو لوښو د تودوخي درجه چې د پخلي لپاره کارول کېږي، د سانتي ګريد په سکېل له 400 سانتي ګريد درجوڅخه اوړي.

   دلمريزې انرژۍ څخه داستفادې  په سيستمونوکې دلمريزې وړانګې د راټولونکي، منعکس کوونکي، فوکس کوونکي، عايق کوونکي، او نورو خواصو په هکله دقيقې څيړنې ترسره شوې، مختلف فزيکي مواد تجربه شول او د ټولو موادو يادې ځانګړنې په پام کې ونيول شوې، ترڅو اوسني ګتور سيستم رامنځته شو.

   کله چې د لمر وړانګې پر جسمونو لګيږي يو مقدار يې انعکاس کوي او يو مقدار يې په جسم کې جذبيږي او د جسم د تودېدو لامل ګرځي، د اچې د وړانګو جذب څرنګه او په کوم مقدار سرته رسيږي د جسم حرارتي ځانګړتيا، رنګ، د وړانګووارده زاويه اودسطحې ښويه والي پورې ارتباط لري . دلمر دوړانګو جذب اودانعکاس پديده دډېروشيانوپه جوړولوکې چې په لمريزانرژۍ کارکوي، زيات اهميت لري، د بېلګې په ډول لمريز ديګونه، د اشونه، د اوبو جوشونکي، ميوه او ترکاري وچونکي، لمريزکورونه، د بريښنا د توليد لوحې او نور. په همدې ترتيب هغه عايق مواد چې د تودوخي د ساتلو دنده لري هم د اهميت وړدي،ځکه نه پريږدي چې ترلاسه شوي تودوخه ضايع شي.دانعکاس د خاصيت د ضريب د زياتوالي لپاره د منعکس کوونکو موادو د جيوې ډول او مقدار ډېر مهم دی، منعکس کوونکې لوحې بايددښه انعکاس قابليت ولري، بڼې يې بايد مستوي، کُروي او يا پارابوليک وي.

   ديادوځانګړتياوپه نظرکې نيولو سره اوس د ځينو لمريزو سيستمونو کړنلاره، جوړښت او ځانګړنې ترڅيړنې لاندې نيسو.

١- لمريز داشونه: (Solar Cooking System):

   دتخنيک ماهرين تل هڅه کوي ترڅو داسې د ډوډۍ د پخولو د اشونه ډيزاين کړي چې په آسانۍ سره زيات شمېر توليد شي.

   همدارنګه د بيې له نظره او څرنګوالي له پلوه هم ډېر ښه وي. ددې موخې لپاره داسې داشونه ډيزاين شوي دي چې په لږ وخت کې کولاي شې د لمر زياتي وړانګې جذب کړي او د تودوخي په انرژۍ يې تبديل کړي. ددې داشونو بنسټيزه دنده داده چې د لمر له پلوشو څخه د غذايې موادو د پخولو په مقدار شعاعي انرژۍ په تودوخه تبديل کړي. د انعکاس ورکونکې تختې سايز کولای شو په مختلفو اندازو غوره کړو.

   دلمرله پلوشو څخه په استفادې  سره داشونه د حجم، شکل او څرنګوالي پر بنسټ په دريو کتگوريو توليديږي :

١ - په لومړۍ کتګورۍ کې هغه داشونه راځي چې د لمرله منعکسه وړانګو د تمرکز له لارې په يوه نقطه کې زيات مقدار حرارت توليدوي او بيا لوښي برسېره پرهغه ږدي، ترڅو د لوښي محتويات پاخه شي. منعکس کوونکې برخه يې يوه شفافه ځليدونکی پاڼه ده چې دمقعرې هندارې ځانګړتيا لري.په دې ډول داشونوکې دلوښي رنګ، نری والی او سپک والى دخوړو په ژر پخولوکې مهم رول لري .

fruitdryers_azerbaijan509IMG_33851solar-fruit-dryer[1]

٢- په دويمه کتګورۍ کې هغه داشونه شامل دي چې مختلف ډولونه لري. ددې ډول داشونو دجوړښت بنسټيزه برخه ديومکعب مستطيل بکس څخه عبارت ده چې قاعده اوشاوخوايې له لرګوڅخه جوړيږي اودسر پوښ داخلي برخه يې دځليدونکي فلزڅخه (زيات نه زيات فايل المونيم) يا جيوه شوي شيشې څخه جوړوي . د منعکسه وړانګودتېرېدولپاره يوه شفافه هنداره ددې داشونود ايجاباتوڅخه شميرل کېږي، دجيوه شوي شيشې اولوښو ترمنځ يوه ساده شيشه ځای پرځای کوي ترڅو د نور په انتقال او د حرارت په ساتنه کې مرسته وکړي، د لوښو بحرنى سطحه د نوراوحرارت د زيات جذب په غرض په توررنګ توروي او لوښی له المونيم څخه جوړوي.

Minimum_Solar_Box_Cooker_PhotoMary Lou solar box cooker-July 4 09 008PhotoQ

   کله چې د لمر موازي وړانګې پرجيوه شوي شيشه يامايلر لګيږي او تمرکز کوي، مايلرنوموړي وړانګې پرلوښو واردوي ترڅو په حرارت تبديل شي , جمع کوونکی حرارت دننه په سيستم کې ساتي او د خوړو په پخولو يې کاروي. له شاوخوا نه کولکتور يو پېړقشر لري چې  حرارت وتلو ته نه پريږدي. د موخي د ترلاسه کولو لپاره بايد داشونه لومړی د لمر د وړانګو په مقابل کې عيار شي او وروسته ورڅخه کار واخيستل شي. که چېرې د لمر وړانګې پر مايلر عمود وي وړانګې په اعظمي ډول تمرکز کوي .

solar_box_type_cookersolar-oven_1_mirror_20010419SOLAR-Dryer_medium

   د ټولونکي په وسيله د تودوخي دتوليدله اغېزه مختلف ډول خواړه په مختلفو وختونو پخيږي , دغه وخت لږترلږه دجلال آبادښارداوړي په موسم يادچاپيريال د  40°C په شرايطوکې 30 min او زيات نه زيات وخت د ژمي په موسم ياد چاپيريال په 5°C کې 90 min دی.

   لکه څرنګه چې لمريزداشونه خواړه او ډوډۍ د لمردنوراني- حرارتي وړانګو په مرسته پخوي، ددې داشونو په کاروونه کې له بريښنا، لرګي، سکاره، نفت،غاز او نباتي ياحيواني پاتې شونو څخه استفاده نه کېږي او په پايله کې اقتصادي، صحي او چاپيريالي ګټې ترلاسه کېږي.

   دلمريزداشونوترکېبي جوړښتونه له لرګو،داوسپنې نري تختې يادالمونيم نري تختې،انسولېشن يا نه سوزيدونکى مصنوعي مالوچ،شيشه , مايلر ياکُروي هندارې ،ميخونه ، چپراس،دستګير ،قلفک،سريخ اورنګ ته اړتيا ده. د داش اصلي اسکليت  Bodyله لرګو څخه جوړيږي ,ټولونکی له اوسپنيز  څادرڅخه اودرنګ دمخنيوي په غرض دستګاه په کېمياوي رنګ ښايسته کوي. د داشونو المونيمي برخه د څلورولوښو Pots څخه عبارت دي چې په تور رنګ رنګ شوي دي، رنګ د حرارت او نوردجذب دکېفيت دلوړولو لپاره بايد د ځلا يا چمک ځانګړتياو نه لري. دادشونو د شيشه اي برخې لپاره کولای شو د عادي تعميراتي 4 mm يا5 mm شيشو څخه استفاده وکړو، د حرارت ساتنه د انسولېشن Insulation دنده ده، چې د Fiber Glass څخه جوړيږي او دنورو چاپيريالي موادولکه وړۍ، د نباتاتو تپۍ، مالوچ اوياپروړوڅخه هم کار اخستلاي شو. مايلردفايل المونيم څخه جوړيږي او کولای شو د هغه پرځای د جيوه شوي کُروي يا پارابوليک هندارو څخه ګټه واخلو.

photof[1]photocSolar_Box_Cooker

د لمريزو داشونو څخه د استفادې  لپاره لاندې ټکې په پام کې ونيسۍ:

١- د پخلي څخه لږ تر لږه 20 min وړاندې داش بايدمخ په لمرکېښودل شي، تر څو د حرارت جذب او د وړانګو په مقابل کې ميزان شي.

٢- مايلر لوحه ميزان شي ترڅو په لوښو باندې وړانګې متمرکزې شي، د مايلر اړخيزقيدونه بندشي، ترڅو لوحه د باد يانورو عواملو په وسيله بې ځايه نه شي. د لمر وړانګو د بدلون جهت په نظر کې ونيول شي.

٣- کله چې لوښي په داش کې کېښودل شوې، څرنګه چې خواړه نه سوزي او نه هم خوځولو يا لړلو ته اړتيا لري،بنا پردې تر پخېدومخکې بايدسر پوښ لېرې نه شي. شيشه اي سرپوښ بايد پاک وي، ترڅو نور په بشپړ ډول لوښو ته ورسيږي.

٤- څرنګه چې غوښه او ترکاري خپل ځاني اوبه لري د پخلي په وخت نورو اوبو ته اړتيا نه شته .

٥- د وريجو، لوبيا، نخود، او نورو حبوباتو د پخولو پر مهال يو مقدار اوبه هم په لوښي کې آچول کېږي.

٦- د قورمې ،سابه يانورو موادودپخولو لپاره لومړی په هرکاره يا بل لوښي کې لُعاب جوړ او وروسته د وريجو، غوښې يا ترکارۍ سره يوځای په لوښي کې واچول شي.

٧- نظر فصلونو او اقليمي شرايطو ته د پخلي وخت فرق كوي .

٨- د هوا د ګرمۍ يا سوړوالي څخه کولاى شو د پخلي پر مهال صرف نظر وکړو، ځکه چې د پخلي لپاره مهم لامل د لمر وړانګه ده او بس .

٩- کله چې له داش څخه لوښي بهر راوباسئ احتياط وکړي، ځکه چې يو مقدار ګرم ګاز هم په همدې مهال له داش څخه خارجيږي.په لمريزو داشونو د پخلي پرمهال ماشومانو ته ونډه مه ورکوئ .

    د لمريزو داشونو په استعمال سره لاندې ګټې خپلولای شو:

   د سونګ موادو په مصرف کې سپما، د کار د آسانۍ او وخت سپما،د پخلي صحي والی،دغذايې موادودويټامينونو روغ پاتې کېدل، د غذايې موادو خوند وروالي، د پخلي دپروسې بې خطروالی، متجانس پخيدل، د جامو او بدن نه سوزيدل، د چاودنې بې خطروالی ، او څرنګه چې د لمريزوداشونولوښي له المونيم څخه جوړېږي /و خواړه يومقدارالمونيم حلوي او د انسان د بدن منرالي کمبود پوره کوي.

٢- لمريز کورونهSolar Houses :

   پوهيږوچې تودوخه له يوجسم څخه بل جسم ته په ميخانيکي انتقال کې دهدايت Conduction جريان Conviction او ياهم تشعشع  Radiationپه ډول انتقاليږي. په ژمي کې کله چې دننه په خونوکې بخارۍ استعمالوو لومړی د بخارۍ څنګ ته نيږدې ماليکولو نه ګرميږي او د حرارتي جريان له کبله په پای کې حرارت د خونې ټولو نقطو ته رسيږي . دسولر سيستم څخه په استفادې  سره کولای شو د خونې د تودوخي درجه په يو انتروال کې دننه ثابته وساتو، د ژمي له سوړوالي اود اوړوي له ګراموالي ځان وساتو، دکورونودتودوخي ددرجې د ثابت والي لپاره دلمرله وړانګوڅخه په مستقيم اوغيرمستقيم ډول استفاده کولای شو.جلال آباد ښارکې که چېرې دخونوکړکۍ مخ په سهيل جوړې شي او ياهم د کوټو په جوړولوکې دځينې تيږوڅخه استفاده وکړو يا هم په ژمي کې د ټولونکو په وسيله يو مقدارحرارت جذب او دخونې دننه ورته جهت ورکړو، کولای شو په يوټاکلي انتروال کې دتودوخي درجه ثابته وساتو .په يادو سيستمونو کې د اوبو د ټانکونو، پمپونو او نورو ميخانيکي وسايلو څخه استفاده کوي.

Solar_Home_of_the_Futuresolar-house-design1[1]passive-solar-home-design-texas-19

   په لنډ ډول کولای شو ووايو چې لومړی دتعميرموقعيت، دکړکېو جهت، دونو اونوروموانعوموجوديت،له باد څخه مخنيوی اونورعوامل بايدپه نظرکې ونيول شي. په دويم قدم کې بايد دخونې څلورو خواو ته دوه ديوالونه چې پخپلو منځو کې 100 Cm مسافه لري، په نظر کې ونيول شي، د عايق شوي ديوالونه بهرنی سطحه کې 3 mm شيشې نصب شي او ديوالونو ته تور رنګ ورکړل شي, په هره خونه کې په پورتني برخوکې يو هواکش نصب شي او يو هوا کش په ښکتني ساحه کې هم اړين دی، دهواکشونو په مقابل کې داوبو زيرمې ښې پايلې درلودلاي شي، کړکۍ او دروازې بايدد پردو په وسيله عايق شي.

   ياده خونه په اوړي او ژمي کې کولای شي د 18°C څخه تر  25°Cپورې ثابته تودوخه ولري.

٣- لمريز اوبه ايشونکیSolar Water Heater :

له تاريخي شواهدوڅرګنديږي چې انسانان تل د ځان د ګرمولو او نورو اړتياو لپاره اوبه د لمر په وسيله په مختلفو طريقو تودې کړي دي.له ډېرې مودې راهيسې انسانان پوهيږي چې فلزي لوښو دننه ,چې بهرني سطحې يې په تور رنګ تورې شوي دي دلمرنوراني پلوشې جذبېدلای شي او تر لاسه شوي انرژۍ په حرارت بدلېدلای شي.

diy-solar-heaterGlass-evacuated%20Tube%20Solar%20Water%20Heater_740High-Pressure-Solar-Water-Heater

    اوبه په پلاستيکي کڅوړوکې خپل حرارت تر ډېري مودې ساتي او په همدې  دليل دژمي په موسم کې د کرنې په عملي ډګرکې د بُزغليوتړانګې د پلاستيک په وسيله پوښوي،په معاصرتخنيک کې دلمريزواوبه ايشونکې اواوبه تودونکي آلو په مرسته کولاي شو د لمر د وړانګو په واسطه اوبه وايشوو، په دې طريقه کې د لوښي جنسيت د حرارت دهدايت اودلمردوړانګودجذب د وړتيا له مخې او يا د لمردوارده وړانګوزاويه مهم رول لري .هر څومره چې د لمر وړانګې نيغ په نېغه تر  90°لاندې پر لوښي وځليږي په هماغه اندازه اوبه په ښه ډول ، زيات مقدار او لږ وخت کې توديږي او ياهم جوشېږي.

Solar_Water_Heater_Copper_Coil_Heat_Pipe_Solar_Collector_517[1]solar_water_heaterThermosyphon-Stainless-Steel-Solar-Water-HeaterHk-D-Split-Solar-Water-Heater[1]

   دلمريزووړانګواوبه تودونکي وسايل دلمردتکنالوژۍ تر ټولو معمولي طريقه ده چې د استفادې  ډېری مقدار لري. د يوې سروې له مخې په جاپان کې له دوه ميلونو څخه، په اسرائيل کې له 600 او په امريکا کې تر 1000 زيات کورونه د 1997 کال څخه مخکې نوموړي آلې استعمالول . دلمريزاوبه جوشونکو مختلف ډولونه توليد شوي دي چې د نړيوالوداقتصادي سيستم، اقليم، چاپيريال، سيمه ايزې ځانګرتياوې اواړتياوې سره مطابقت لري ددې سيستمونو څخه هغه ډول چې په افغانستان کې هم کارول کېږي په لاندې برخو مشتمل دي :

١- د اوبو د زيرمه كولو لپاره فلزي استوانه اي لوښي چې زيات ظرفيت لري .

٢- حرارت اخيستونکې برخه چې دزيګراک بڼه لرونکي فلزي پاپيپونوڅخه جوړ شوي, تورنه ځليدونکې رنګ او برسېره توره لوحه اوشيشه اي محفظه لري ، دغه محفظه دلمر دوړانګوپه مقابل کې داسې مخامخ درول کېږي چې دلمر وړانګې پرتوره لوحه عمودي ولګيږي.دورځې په اوږدو کې دنل له لارې زيګراګ پاپيپونوته اوبه داخليږي اودلمرد وړانګو په وسيله ګرميږي، څرنګه چې ګرمې اوبه پورته جريان  کوي، ګرمې اوبه پورته استوانه اي زيرمتون يا اودان ته جاري کېږي , څرنګه چې د اوبو ياد زيرمتون عايق شوی دی، حرارت تر ډېرې مودې پورې ساتي، له دې وسايلو څخه په کورونو، هوټلونو، سکتورونو، روغتونونو، ښوونځيو، دفترونو، نظامي کمپونو، ورکشاپونو اونورو ځايونو کې استفاده کېږي.

   که چېرې سيستم يوازې داوبودتاودولولپاره په نظرکې نيول شوی وي کولای شو د زيرمتون او حرارت اخستونکي برخو ظرفيت لوی غوره کړو، خو که چېرې موخه مو داوبو ايشول وي د دستګاه ظرفيت کوچنی او برسېره د مايلر تخته هم کارول کېږي . لکه د داشونو په څېر له امکاناتو برخورداره وي او اوبه په 2 Hours کې جوشوي.

٤- لمريزه ميوه وچونکې Solar Fruit Dryer:

   لمريز ميوه وچونکی هم لکه دداشونو په څېرله لرګو، فلزي برخو، شيشه، تور رنګ، هواکشونه اونورامکانات لري، د لمر دوړانګو په واسطه دستګاه حرارت اخلي او تر کاري ياد ميوې مکعب مستطيل لوښو يا پطنوسونو ته ورکوي او تر کاري يا ميوو د وچولو لامل ګرځي.

solar%20veg-fruit%20dryer[1]solar-dryer

    ددې لپاره چې موادخوسانه شي دسيستم په اوږدوکې هواجاري كوي، له ښکتني هواکش څخه تازه هوا داخليږي او د ترکاريو يا ميوو توليد شوي د اوبو بړاسونه او نورکېمياوي ترکېب له ځانه سره پورته وړي او له پورتني هواکش څخه يې بهر وباسي. په دې ترتيب موادوچېږي اودخوسا کېدوڅخه يې مخنيوی کوي. په دې ترتيب وچې ميوې او ترکاري صحي،له دوړواوکثافاتو څخه پاک په رنګه شيشه کې او له خونده ډک او با کېفيته وچېږي.

   ددې ډول ميوه وچوونکو جوړښت او کاروونه ډېره ساده ده اودلمريز وړانګو په مقابل کې ډېر ژر او ښه تطابق ترلاسه کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته