پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بيارغېدونکي انرژۍ
نیټه: Wed, 11 Mar 2015 09:05:51 +0000

 

د باد انرژۍ (Wind Energy):

ليکوال : استاد عبدالوحيد(وحيد)

 

   له ډېرو پخوا زمانو څخه انسانان له بادونو سره پيژندګلوي لري مګر په هوا پيژندنه کې بادونه په لاندې ډولونو ويشي:

١- نسيم (Light) چې سرعت يې په ساعت کې 7 ميله دی .

٢- جنتل (Gentle) چې سرعت يې په ساعت کې 12 ميله دی .

٣- مادريت (Moderate) چې سرعت يې په ساعت کې18 ميله دی.

٤- فرش (Fresh) چې سرعت يې په ساعت کې 24 ميله دی.

٥- قوي باد(Strong) چې سرعت يې په ساعت کې 38 ميله دی.

٦- توپان (Gales) چې سرعت يې په ساعت کې 75 ميله دی.

خو د جهت له پلوه بادونه په پنځو برخو وېشل کېږي:

١- افقي بادچې په افقي ډول چلېږي او د حرارت يا فشار لامله توليدېږي.

٢- عمودي بادچې په عمودي ډول چلېږي او د توليد ځانګړي شرايط لري.

٣- دوراني باديا (Tornado) چې بوړبوړکی يا بړبوكی ياګردبادهم نومول شوي.

٤- په لوړو ارتفاعاتو کې د ځمکې د کُرې دوران په اثر دايمي بادچې (Jet stream) بلل کېږي.

٥- بياتي ډوله باد (Cross wing) چې په صافه هواکې دتلاطم ياClear Air Turbulences په نامه پېژندل شوی دی او د سړو او ګرمو جهود درې بُعدي بڼې په نتيجه کې منځته راځي.

   بادونه يا دهوا جريان هم دانرژۍ په لويو سرچېنو کې راځي، څومره چې له دې انرژۍ څخه استفاده کېږي،نوموړي انرژۍ نه کمېږي.په سمندرغاړوکې بادونه په زياتو سرعتونو مخ په وچه چلېږي اودبادي ژرندواو جنراتورونو پکي په دوران راولي. له دې تکنالوژۍ څخه په استرليا،امريکا،فرانسه،سويډن، سويس، جرمني اونورو هيوادونوکې زياته استفاده کېږي. زموږ په ګران هيوادکې يوازې د هرات په ولايت کې د 120 ورځني بادونو څخه څه ناڅه ګټه اخستل کېږي خو كه چېرې د باد سرعت په ساعت کې تر 3 ميلو کم وي هيڅ ډول عملي استفاده ورڅخه نه کېږي.

د بريښنا د توليد جنراتورونه (Hydroelectric):

   د ثابت جريان برېښنا د لومړي ځل لپاره د ايتالوي پوه الکساندرولتا د څېړنو په پای کې په کال 1800 کاميابه نتيجه ورکړه،اوپه دې ترتيب دکېمياوي عمليو څخه دبرق جريان توليد شو. دغه ډول بريښنا د (DC) په نوم يادېږي. مګر ښاري يا متناوب برق د اُرستد په څېړنوکې په 1820 کال رامنځته شو. متناوبه بريښنا د مقناطيسي ليکو د قطع کولو په وسيله په ارميچرکې توليديږي.دغه ډول بريښنا (AC) بلل کېږي. په دې ډول جريان کې د الکترون سرعت په ثانيه کې 12000 کېلو متره دی.

   ښاري بريښنا جريان اوس دبشري ټولنونه بېلېدونکى جز دی ، د تنوير،اخلی پخلى اود ژوند په ټولو چاروکې تر استفادې لاندې قرار لري.

د بريښنايې جريان انرژۍ :

   څرنګه چې د بريښنايې انرژۍ څخه د استفادې  پر مهال چاپيريال نه ککړيږي د طبيعت زيرمې بې ځايه نه مصرفيږي او نورګټورتوبونه هم لري، يعنې په لوړ ولتاژ توليديږي , په لوړجريان توليديږي، لېرې فاصلې ته انتقاليږي، په هر بل ډول انرژۍ بدلېږي او....

   د بريښنايې جريان د توليد لپاره له مختلقو طريقو څخه ګټه اخلي لكه :

   حرارتي بريښنا: په دې ډول بريښنا کوټونو کې د ډبرو سکاره، پترول او يا هم د ډيزلو د حرارتي انرژۍ له تبديل څخه د توربين د پرو د فعاليت لپاره استفاده  کېږي. لکه د مزارشريف د کودبرق، د سمنګان، هرات او....کارخانې.

   اتومي بريښنا:  په دې ډول بريښنا کوټونو کې چې په پرمخ تللي هيوادونو کې شته د راډيواکتيف عناصرو د ځنځيري تعاملاتو په نتيجه کې د اتومي انرژۍ څخه د اوبو د حرارت د لوړولو په نتيجه کې د توربين پرې تاووي او برق توليد وي.

 

09oct08e[1]76c8bd257fchart2

 

   د اوبو برېښنا: په دې ډول بريښنا کوټونوکې بريښنا د اوبو دجريان په وسيله دتوربين د تاويدوڅخه په جنراتورونوکې, لاسته راځي، څرنګه چې په دې بريښنا کوټونوکې اصلي لامل داوبو پوتانسلي انرژۍ ده، کوم چې په دايمي ډول د انسانانو په واک کې قرار لري، بنا پردې ډول بريښنا کوټونو اهميت ورځ په ورځ زياتيږي.

  د اوبو بريښنا کوټونه په دوو ګروپو ويشل کېږي:

١ - د اوبو لويې بريښنا کوټونه

٢  - د اوبو کوچني بريښنا کوټونه

   په لومړي ډول بريښناکوټونوکې توليدپه ميګاواټ اندازه کېږي، نوموړي پروژې ددولتي بوديجې څخه جوړيږي، ځکه چې لګښت يې زيات دی.

دويم ډول بريښنا کوتونه بيا په دريو کتګوريو ويشلای شو:

١ هغه د ستګاوې چې 10000 کېلو واټ پورې توليد لري .

٢ هغه دستګاوې چې 500 کېلو واټ توليد ظرفيت لري .

٣ هغه دستګاوې چې تر 100 کېلو واټو لږ توليدي ظرفيت لري .

نباتي پاتې شونې:

    په زياتره مخ په ودې او وروسته پاتې هيوادونو کې ځنګلونه يا نشته يا ډېر لږ دي. په دې هيوادونو کې زيات خلک د نباتاتو د پاتې شونو څخه د انرژۍ د توليديا سونګ توکو په توګه ګټه اخلي. دنباتي پاتې شونو څخه د سونګ توکو په توګه استفاده کول دوه زيان يا نواقص لري: لومړی داچې نوموړي پاتې شوني د ونو،بوټواوخاورې دتقويې لامل ګرځي اوهمدارنګه دژويو دخوراک په ډول تر استفادې لاندې وي. دويم داچې ددې توکو په سوزولو سره چاپيريال ککړيږي، ځينې حشرې چې له دې موادو استفاده کوي او د بکترياو او ناروغيو په مقابل کې ډېر مهم دي، هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د حيواناتو فضله مواد يا خوشاېي (Cow dung)

    په هغوسيمواوهيوادونوکې چې دسونګ موادلږ دي، خلک دحيواناتو له خوشايو څخه د کورونو د تودولو، اخلی پخلی اونورو مسايلو لپاره کار اخلي.

 

1005          121474-jamaican-donkey-0 

 

        30041090   35080454

 

  په ځينې هيوادونو کې له خوشايو څخه د بيوګاز(Bio Gas) په توليدي سيستمونوکې استفاده کوي، د سونګ غازاو بريښنا لاسته راوړي. د خوشايو څخه دسونګ توکو په صنعت كې له استفادې څخه انسانان دسترګو، پوستکي، سږي او سرطان په ناروغيو اخته کېدای شي.

   له خوشايو څخه هم د سرې په توګه استفاده کېږي.

gtotem_donkey  hipotalamus  24_12_2007_0963229001198496480_tim_flach-499x379

 هاي بکس (Hay Box):

   های بکس له ډېروپخواو زمانو راهيسې دود دی،خوکله چې په  نړيوالو جګړو کې اروپايان دسونګ توکو له کمبود سره مخ شول، د های بکس کارونه په پراخه کچه دود شو.های بکس په ساده ډول دپخلي دلوښو يا ديګونو ځای پرځای کول دي، په يو عايق بکس کې دننه .په دې ترتيب لومړی خواړه يوه اندازه پخوي او بيايې په های بکس کې چې شاوخوا په بشړ ډول عايق شوی دی داخلوي ترڅو په همدې حرارت ورو ورو پاخه شي. دهای بکس استعمال د کورنيو په اقتصادي سيستم مثبته اغيزه لري او چاپيريال هم نه ککړ وي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته