پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د سونګ بيا نه رغېدونکي يامعمولي مواد
نیټه: Wed, 11 Mar 2015 09:10:15 +0000

 

ليکوال : استاد عبدالوحيد (وحيد)

 

   بشري ټولنې د انرژۍ دريو ډولونو ته اړتيا لري چې عبارت دي له: روښنايې، تودوخه اوقوې څخه . نوموړي انرژۍ په منځني ډول د هرې کورنۍ په سلوکې 75 برخې جوړوي، مګر د صنعتي توليداتو د پراختيا لپاره د انساني او حيواني قوو برسېره نورو سرچېنو ته هم اړتيا ليدل کېږي.

   نسبت صنعتي هيوادونوته،په مخ په ودې او وروسته پاتې هيوادونو کې د انرژۍ لګښت زيات دی. په دې هيوادونو کې خلک څه د پاسه 80 برخې اړينه انرژۍ دکرنيزوموادوله پاتې شونو،لرګي اودژويودفاضله موادوڅخه تامينوي. مګر پوهيږو چې د نفوسو د زياتوالي له کبله د نړۍ طبيعي زيرمې نشي کولای د بشرانرژۍ پوره کړي، او که چېرې په بې رحمانه ډول طبيعي زيرمې مصرف شي  چاپيريال ته سخت زيان رسولای شي.

   د ساينس او پرمختګ د ودې پر بنسټ د بشري ټولنو د انرژۍ اړتياوې ورځ په ورځ زياتيږي. له دې کبله پوهان وهڅيدل ترڅودعام وګړو لپاره د انرژۍ د توليد بندوبست وکړي. داسې چې چاپيريال اوطبيعي زيرمې هم خوندي وي اودانرژۍ زيرمو ته د خلکو لاس رسی هم ټاکلی بريد, ونه لري.

   د يو هيواد، يوې ټولنې يا يوفاميل اقتصادي سويه دهغه د انرژۍ د لګښت او استهلاک له مخې ټاکل کېږي.

    دسونګ معمولي موادله هغوموادو څخه عبارت دي چې د سونګ د موادو په توګه دهغو له استعمال څخه وروسته د دويم ځل لپاره داستفادې وړنه وي. نوموړي موادوته دبيا نه کاريدونکی نوم ورکړی شوی دی، نوموړي مواد عبارت دي له :

١ - طبيعي غاز او نفت   Petroleum:

   طبيعي غازاونفت دصنعتي پرمختللي هيوادونو د سونګ په بيلانس کې مهم موقعيت غوره کړی دی. ددې موادوداستخراج پربنسټ دنويوموضوعاتود توليدپه ډګرکې کېمياوي صنايع په چټکۍ سره پراخيتا مومي، د صنايعو د ودې په مختلفو برخوکې تکنالوژيکې پروسې د سمندري ليږد را ليږد وسايل، هوايې اوځمکني فعاليتونه اوسوداګري په چټکې سره د ودې په لوري ګام پورته کوي.

   په نړۍ کې د نفتو داستخراج کلنی مقداردرې بليون ټنو له بريده اوښتی او ساينس پوهانواودتخنيک ماهرينو سره يې دخلاصيدو ويره ده. څرنګه چې نفت اوطبيعي غازتجديدنه منونکي دي، بنا پردې دوخت په تيريدو سره يې سرچېنې او کانونه خلاصيدای شي. له بله پلوه د نفت او طبيعي غاز څخه زياته استفاده د چاپيريال د ککړيدو لامل ګرځي.

   په لاندې انځورونوکې دپتروليم دتوليداوانتقال ډولونه کتلای شئ :

High-Purity-Gas-Organic-Gas-Productnatural-gas-flaresnatural-gas-climate-billNatural%20gas%20station

   لرغوني تاريخي شواهداواسنادوڅخه څرګنديږي چې دځمکې دکُرې د لومړني تمدنونولکه دمصرتمدن، د چين تمدن ،ديونان تمدن اونوروهم نفت استعمال کړي دي.

   دنفتوغازچې دځمکې دکوچنيودرزونوڅخه اوتالنده برېښناپه اثراوراخيسته، لمبې به يې کلونه کلونه د وخت د ناپوهو قبايلو د عبادت او پرستش نښې وې. د اور پرستش او عبادت کوونکو د مذهب اصل ښايې همدالامل به و. پروفيسور بيلي په دي آند دی چې د نفت کلمه دفارسي کلمې، ناب څخه چې دلندبل ضد مفهوم افاده کوي اخيستل شوی دی، په اوستايې ژبه کې په نيتا بدل شوی کلدانيان، يهودان او عربان دغه کلمه  د ماريانو له ژبې څخه اخيستی او د نفت په بڼه يې اړولی دی.

   د نړيوالو ضرورتونو له مخې نفت د ژوندانه يوه برخه ګرځيدلې ده په موټرو، بيړيو، الوتکو او ريل ګاډو کې يې استعمال عام دی.

   په لاندې انځورونوکې دنفتوداستعمال مختلف ډولونه کتلای شئ :

sh1[1]USS_Boxer_5Avn_(USN)SH-60-Seahawk-helicopter-227[1]amtrak-3-rivers-marysville-pa-20030916br_dave-kerr[1]

   نفت په سلوکې 86 برخې کاربن او 13 برخې له هايدروجن څخه تشکېل شوی دی. دکانونوڅخه نفت په اومه يا خام ډول استخراجوي اودتقطيرله عمليې وروسته دپترول،ډيزل،خاوروتيل،ټي ون،اواسفالټ ياقيرپه ډول تراستفادې لاندې قرار نيسي.

   دسوزيدنې وروسته له يو ټن ډيزلو څخه 3870 کېلو واټ ساعته او له يوټن Fuel oil څخه 1900 کېلو واټ ساعته,له يوټن Essence څخه 3600 بريښنا توليديږي.

   له غازونوڅخه د سونګ د مادې يا د حرارتي او ميخانيکې انرژيو د توليد د سرچېنې په توګه کار اخلي.

٢- لرګي The Wood :

   ځنګلونه دالله(ج) دسترونعمتونوڅخه ګڼل کېږي چې انسانانو,ژويواوالوتونکو ته ميوه يا غذايې مواد، سيوری،استوګنځی، د کور سامان آلات، د هوا تصفيه کول، د سونګ مواد اونوروپه زرګونود ورځني ژوند توکي برابروي. ونې د ودې لپاره خپل داړتيا وړاوبه اوکاني موادله ځمکې،غازونه له هوا او وړانګې له لمر څخه اخلي. دځنګلونودونواوبوټودارزښت اواهميت په هکله په زرګونو،کتابونو ليکل کېداې شي. په لنډ ډول ويلای شو چې دونو له پاڼو،څانګو، ډډ، ميوه، پوستکی، او ريښو څخه په صنعت، زراعت، طبابت او ورځنيو چاروکې ګټه اخستل کېږي. د ملګرو ملتونو د احصايې له مخې د ځمکې پرمخ د انسانانو او طبيعي افتونو په وسيله هر کال د 15 ميلونه هکتارو شاوخوا ځنګلونه له منځه ځي.  دځنګلونو له ونو څخه د سونګ د توکوپه ډول هم په پراخه کچه په وروسته پاتې هيوادونو کې ګټه اخلي.

   لاندې انځورونه دلرګوزيرمې ښيې :

   plane-trees-in-provence[1] ph-10221 35

 

٣- د ډبرو سکاره The Coal:

   دنړۍ د انرژۍ توليد د سترو زيرمو څخه يوهم د ډبرو سکاره دي. دغه ماده په صنعتي کارخانو کې، بريښنادتوليد،دکورونواوحمامونو د تودولو، دريل ګاډو د سونګ توکو په توګه، په صنعتي کېميا کې د نيلون، پلاستيک، عطر، دارو درمل او نورو ترکېبي موادو په جوړولو کې تراستفادې لاندې نيول کېږي.

   دډبروسکاره دنباتي فوسيلونو څخه چې څو پيړۍ دځمکې په لاندې پوړونوکې پاتې شوي، جوړيږي. دډبروسکاره يوغيرمتجانس مخلوط دی چې دغير عضوي منرالونو او دنباتي عضوي موادو د يوې برخې له فساد يا ړنګېدو او تجزيې څخه د رسيدلي اوبو په وسيله متراکم کېږي.د ډبرو سکارو څخه کله چې سوزيږي زهري مواد لکه CO توليديږي چې د انسانانو او ژيو د تسمم لامل او د چاپيريال دکكړېدوباعث ګرځي.له کانونوڅخه دډبروسکاره په څلوروډولونو توليد او مصرفيږي:

  • وچ  Anthracite : دغه ډول پخپل ترکېب کې تر  % 96 پورې کاربن لري، زيات حرارت لري او دلوګي اوايرو مقداريې لږ دی، له همدې کبله په کارخانو کې زيات استعماليږي.
  • غوړ Coke : دغه ډول پخپل ترکېب کې غوړوالی يا غوړ مواد لري او ډېر ژر اوراخلي.دکاربن مقداريې % 74 ته رسيږي او په فابريکو او کورونو کې د استعمال زيات موارد لري.
  • محجر Lignite: دغه ډول سکاره تر نورو سپک دي اوله هغو لرګو څخه جوړ شوي چې په بشپړ ډول په کاربن بدل شوي نه دي. دغه ډول , تازه او مرطوب ښکاري مګر د کاربن مقدار يې لږ دی .
  • تورب Tour be  : دغه ډول سکاره د جبو څخه لاس ته راځي ,څرنګه چې لږ مقدارکاربن لري حرارتي انرژۍ يې هم لږ دی او دعُمر له نظره تر نورو ځوان ښکاري.

٤- عضوي غاز:

   عضوي غازله هغه تکنالوژۍ څخه عبارت دی چې عضوي موادپه غاز بدلوي. ډېرکلونه کېږي چې په پرمختللى اومخ په ودې هيوادونوکې د سونګ د توکو په ډول له عضوي غاز څخه استفاده کېږي. له عضوي غاز څخه نيغ په نيغ داخلی پخلى،درڼايې،دجنراتورونودفعاليت،دکوچنېو موتورونو دچلولواونورو ډګرونو کې کار اخلي.

   عضوي غازدعضوي موادو دخوساکېدو اوميلودی په نيتجه کې په داسې چاپيريال کې چې هوا او اکسيجن وجود ونه لري ،متان غاز,کاربن دای اکسايد او هايدروجن سلفايد توليدوي. نوموړي مواد عبارت دي له نباتي پاتې شونې، حيواني پاتې شونې اودکارخانوله اضافي اوبو څخه.دميلودی عمليه نوموړي مواد لومړی په کېمياوي سرې بدلوي چې مايع شکل لري اووروسته يې په غاز بدلوي. هغه هيوادونه چې دغه پرمختللي تکنالوژۍ جوړوي عبارت دي له هند، جنوبي کوريا، چېن، برازيل او نورو څخه.

   د لومړي ځل لپاره د عضوي موادو څخه د ميلودی  تر عمليې لاندې د بکترياو په وسيله د عضوي غاز توليد او استعمال د هندوستان هيواد د مومباي ښار په Mantegna سيمه کې 1897 کال ريکارډ شوی دی. په چېن کې له 1920 کاله څخه وروسته او او سمهال برسيره پر يادو هيوادنو فليپن، تايوان، نيپال، سريلانکا، پاکستان، کېنيا، بنګله ديش، مکزيک، ګواتيمالا، کوستاريکا،تانزانيا،ايتوپيا، مصر، سودان او والتا هم عضوي غاز توليدوي.

                                                                                  

 

 

 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته