پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دلمرطبقې او دوړانګوکيفيت
نیټه: Wed, 11 Mar 2015 09:18:38 +0000

 

 

ليکوال : استادعبدالوحيد(وحيد)

 

   دلمراتو موسفير :

   لمر چې په منځي ډول له ځمکې څخه د (150.106Km) واټن لري د لمريز نظام مرکز منل شوی دی. ددې کُرې قطر Km1390435 مساحت يېKm2  539115 جاذبه يې (1.109 Lb/Inch2) حجم يې له ځمکې سره په پرتليز ډول ميليون ځله زيات او کتله يې 330000 ځله له ځمکې زيات دی. د لمر د سطحې د تودوخي درجه د سانتي ګريد په سکېل 6000 درجې او داخلي تودوخي درجه يې 14 ميليونو درجو ته رسيږي.

   د (A.Severny) ساينس پوه د محاسبو له مخې لمر له % 38 هايدروجن %1 نايتروجن او کاربن او % 59 له هيليم څخه جوړ شوی او په سلو کې دوه برخې د نورو عناصرو لپاره دي. د لمر عمر 5 بيليون کاله اټکل شوي. د برونو (G.Brono) د څېړنوله مخې لمر د وضعي حرکت په درلودلو سره له استوا او دوو قطبونو څخه متشکله ده. د لمراستوائي برخې په 600 ساعتونو او قطبونه يې په 720 ساعتونو کې يو بشپړ وضعي دوران تکميلوي.

   ساينس پوهان د لمراتو موسفير په دريو برخو ويشي چې په لاندې ډول يې ترڅېړنې لاندې نيسو:

1 – فوتوسفير Photosphere :

   دغه طبقه په سترګومعمولېږي اودلمر سطحه جوړوي، دغه طبقه له غازونوجوړه شوی ، دتودوخي درجه يې 6000° C ته رسېږي اوديوجريان په واسطه له داخلي طبقوڅخه بيل شوی دی، ددې طبقې پيړوالی 200 mil  اټکل شوی دی .

    په لاندې انځورونو کې دلمرمختلفې طبقې کتلای شئ :

sunsectSakhtarekhorshidKhorshid1

٢- کروموسفير (Chromospheres) : دغه طبقه دفوتوسفير له پاسه قرار لري. پيړوالی يې 400 Mil  دی او د شفافو يا رڼو غازونو څخه تشکېل شوی دی. کروموسفير يوازی د لمر تندر (Sun Eclipse) پرمهال ليدل کېدای شي. ددې طبقې رنګ زيړ نارنجي دی او د سور رنګه غازونو په واسطه چې د يوې کړۍ بڼه لري محاط شوی دی.دکروموسفير پورتنی برخه د سانتي ګريد په سکېل 12000°Cاو ښکتني برخه 45000°C تودوخي درجه لري . دغه طبقه لږه برخه (Visible Light) او په زياته کچه ( Ultra violet) وړانګې ليږي.

٣- کرونا (Corona) :کرونا د لمر داتوموسفير خارجي نری قشر دی چې سپين چکه زيړ رنګ لري او تودوخي درجه يې 3000°C اټکل شوی، مګر په دغه طبقه کې دموجودوغازونودتودوخي درجه 35000°C محاسبه شوی. ددې طبقې کتله ډېره لږه ده مګر پيړوالی يې څو ميلونونو ته رسيږي.

   د لمر وړانګې :

   دځمکې داستوګنولپاره چې دځمکې داتوموسفيردغازونو په سمندرکې ژوند کوي، ډېره ګرانه ده چې دلمردوړانګوڅخه سم اوټيک تصور ولري.دلمرد وړانګو اغيزه دځمکې داتوموسفيرڅخه د باندې پرژونديو موجوداتو ډېره زياته ده. د لمر وړانګې دمختلو تشعشعاتو يوه ټولګه ده چې پرته له ډېرې لږې سلنې ټولو ژونديو موجواتو ته د مړينې، ناروغتيا او نورو عواملو سبب کېږي. د لمر وړانګوپه ټولکه کې (Ultra Violet) وړانګې ډېرې خطر ناکې دي. په همدې ترتيب د (X-Ray) پلوشې هم ژوندي موجوداتو ته ډېر زيان اړولای شي. سره له دې چې (Ultra Violet) دبکترياواو نورو زيان اړونکو د وژلو لپاره اغيزناکه ده مګرپرانسانانواوژويوباندې هم ناوړه اغېزې لري. ځينې کسان د سمندرونو په غاړوکې د (Vitamin D) د تقويې لپاره د لمرپلوشوته مخامخ موقعيت غوره کوي. خوکه چېري دلازم وخت څخه تر ډېرې مودې پاتې شي د sunburn اونورو ناروغيو څخه به وکړيږي، ځکه چې تر لږې مودې پورې اتوموسفير د X-Ray د کلکو پلوشو مخه نيولای شي نه زيات .

Anna-Kournikova-beach-Photoshoot-2Sexy Sand Girl Illusionyacht-girl-sandy-beach-08354761_f520[1]

   دلمردتورورټوSunspots  څخه کومې پلوشې چې ځمکې ته راځي ديادوناوړو پلوشوسربېره چارج لرونکي ذرې،ناپايدارې ذرې اودرانده ذرې انسانانواو ژويو ته ته ډېرې خطرناکه دي. د لمر نوموړي وړانګې دتوفان په بڼه له لمرڅخه نوروجسمونوانتقاليږي. يادې پلوشې اوذرې انسانانواو ژويو ته ډېرې خطرناکه دي . د لمرنوموړي وړانګې او توفان د ځمکې د لوړو طبقو اتوموسفيرايونايز کوي او د قطبي شفق Aurora لامل ګرځي.

   په لاندې انځورونوکې قطبي شفق کتلای شئ :

toromso NorwayAurora3Aurora2Aurora

   د لمر د توفانونو پرمهال د ليمان a په تشعشعاتوکې 104ځلي زياتوالی ليدل کېږي. د Reckon د څېړنيزې پروژې لومړی لاسته راوړنه هم داد Lyman-a   زياتوالی ؤ چې د امريکايې پوه James Van Allen په وسيله رابرسېره شو.

د لمر مادون قرمز وړانګه Infrared هم پخپل وار انسانانو ته خطر متوجه کوي. نوموړی وړانګه د ځمکې د اتوموسفير د قشر څخه د تيريد وپرمهال کمزوري کېږي او اغيزه يې له منځه ځي.

د امريکايې  OAOسپوږمکېو او روسي پوهPetor Lebedev له څېړنو جوته شوه چې له لمر څخه ځمکې ته ټولې راغلې پلوشې اوذرې د ځمکې د اتوموسفير د پنځو بنسټيزو قسرونو او شپږو ملابندونو لکه :

Ozone Layer F-Belt D-Belt, E-Belt, Van Allen Belt, Dust Belt
او سلفيټو د ملابند په وسيله چاڼ کېږي. له دې سره سره که بياهم د لمر پلوشو ته دحمام پرمهال زيات وخت ونيسئ له خطره خالي نه ده. په يوه لمريزه ورځ کې د لمر يادې پلوشې د ځمکې پر  1 Cm2مساحت باندې 0,82.10-10 gram سره برابرفشار واردوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته