پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

علامه اقبال اوپښتانه
نیټه: Wed, 11 Mar 2015 09:28:10 +0000

                                                                                                ډاکټرایم اقبال نسیم خټک

د مشرق شاعر، د پاکستان مفکرعلامه اقبال یوتاریخ سازشخصیت تېرشوی دی،دهغوی افکاریوې جغرافیايي سیمې،یونسل یایوقام پورې محدودنه دي ،بلکې هغوی ددنیاپه مخ ابادمسلمانان داخوت په یوه مزي کې پېیل غوښتل،ځکه چې ددوی یووالی نه صرف ددوی دپاره سودمنددی،بلکې ددنیادنورو قا مونودبقااوتحفظ ضامن هم دی .

 

علامه صیب په داسې دورکې پیداشوی و،چې دعربوریاستونه داستعمارپه کلکه پنجه کې راګېروو،تر کیه دځنکدن دکیفیت نه تېرېدله،دایران پاچاهي کمزورې شوې وه،دټول هندوستان نه پېرنګیانوغېږه را چاپېره کړې وه،په افغانستان کې باچاګردي وه،علامه صیب ته چارچاپېره دمایوسۍ لړې په نظرورتلې او که چېرته درڼاتته غوندې پلوشه په نظرراتله،هغه دپښتنوسیمه وه،دکومې نه چې علامه صیب دیوفیصله کن کردارداداکولوتمه لرله،علامه صیب ته پښتونه ورتله،خودهغه داخواهش ضروروچې کاش هغوی په پښتوپوهېدلی،چې دپښتوژبې مارشل شاعري یې په فارسي یااردوکې ترجمه کړې وی،خوددې باوجود هغوی دپښتنودتاریخ ښه ژوره مطالعه کړېوه اوهغه ته دقامونودعروج اوزوال هم علم و،هغه دمختلفو تهذیبونوښه مطالعه کړې وه،هغه ته دمختلفو سیمو داوسېدونکو اودقامونو دمزاج اوکردارهم علم و.

 

هغه ته دپښتنودکردار،مزاج اوتاریخ هم ښه پته وه ،هغه درې څلورځله سرحدي صوبې اوافغانستان ته په مختلفوموقعوراغلی واودغه کوهستاني سیمه یې ښه کتلې وه اودغه سیمه یې ډېره خوښه شوې وه،ځکه چې په دغه سیمه کې (مردکوهستاني) اوسېدل.علامه صیب که هرڅو دپان اسلامیزم یعنې دملت اسلامیه داتحادعلمبردارو،خودهغه نظرپه ملت افاغنه ښخ و،هغه دملت افاغنه نه ډېرزیات توقعات لرل،دعلامه صیب دباریکې مشاهدې فلسفیانه مطالعې اوژورفکرپه برکت ،دهغه هره خبره دکاڼي کرښه ښکاري .په نظم ابدالي کې وايي :

 

 

 

 

 

اسیایک پیکرآب ګل است

ملت افغان دران پیکردل است

 

ازفساداوفساداسیا

درکشاداوکشاداسیا

 

تادل ازاداست ازاداست تن

ورنه کاهې  در ره باداست تن

 

دعلامه صیب دایقین و،چې هغه خلک دفطرت دمقاصدونګهباني کولی شي،چې په ازاده فضاکې لوی شوې وي،دغلامۍ دژوند نه نااشناوي،ددغه قبیل خلک یاخودصحرااوسېدونکي کېدی شي یا (مردکو هستاني)کېدی شي،دمردکوهستاني نه دعلامه صیب مقصدپښتانه دي ،خواکه هغوی هرچېرته استوګنه لري،په یوه نظم (محراب ګل افغان کې افکار)کې وايي :

 

فطرت کی مقاصدکی کرتاهی نګهبانی

یابنده یی صحرایی یامردکهستانی

 

ای شېخ بهت اچهی مکتب کی فضالیکن

بنتی هی بیابان می فاروقی وسلمانی

 

علامه صیب په پښتوولې دومره مین و،دپښتنوسره هغه دومره توقعات ولې وابسته کړي وو؟داځکه چې علامه صیب په پښتنوکې هغه صلاحیتونه اوصفتونه لیدل،چې دیوملت دامامت دپاره لازمي ګڼلی شي. علامه صیب پښتانه داسلام محافظان اوغازیان ګڼي،دهغوی دخیال له مخه دااعزازصرف پښتنوته حاصل دی،چې دجېپالیانوطاقت یې تس نس کړواوپه هندکې یې دبت شکنۍ داسې مثال قایم کړو،چې دتاریخ په تندي لکه دروښانه مشال بلېږي،پښتنودهندغیرمسلم اوسېدونکي دبتانوپه بېوسۍ اوناتوا نۍ قایل کړل،دې سره سره داهم دپښتنوداولیاودتبلیغ برکت و،چې داسلامي تعلیماتوروحاني پاکېزګۍ اودتذکیه نفس شمع یې دهندپه ګوټ ګوټ کې بلې کړې،داهم پښتانه وو،چې راجپوتانو،مرهټه واو سیکانوته یې داسې سبق ورکړو،چې ترابده به یې یادساتي،داهم پښتانه وو،چې داسلام قلعه یې مظبو طه کړه،دعدل وانصاف مثالونه یې قایم کړل اودجهاداعلی معیاریې خلکوته وښودو،په یونظم(طارق کی دعا) کې وايي :

 

شهادت هی  مقصودومطلوب مومن

نه مال غنیمت نه کشورکشايی

 

پښتانه دعمل خلک دي،خواري کښ دي،دهرقسم سختوحالاتومقابلې ته تیاروي،دمصیبت نه تېښته نه کوي،بلکې دهرمخالف قوت دخپل ایماني طاقت په برکت مقابله کوي،پښتانه دګفتارنه بلکې دکردار غازیان دي،دپښتنودغه مومنانه صفت دعلامه صیب ډېرزیات خوښ وو،وايي چې :

 

 

درعمل پوشیده مضمون حیات

لذت تخلیق قانون حیات

په بل ځای کې وايي :

مبارابزم برساحل که آنجا

هوایی زندګانی نرم خیزاست

 

 

بدریاغلط وباموجش درآویز

حیات جاودان اندرستیزاست

 

پښتانه ډېرساده ژوندتېروي اوداهم دیومومن نښه ګڼل کېږي،دپښتنوپه معاشره کې یوسړی دبل سړي نه ددولت اوجاه وحشمت په بنیادمعتبرنه شي ګنلی،دمساوات دغه درس یاخوموږته ددوه وجهانونو سردا راوفخرموجودات راکړی دی،یادهغوی خلیفه ګانوراکړی دی اویادغه صفت په پښتنوحکمرانانوکې موجودو،کوموچې به  خپل ځان دعام ولس نه غوره نه ګڼلو اولکه دمحموداوایازبه دلمانځه پروخت په یوه کتارکې ولاړوو:

ان مسلمانان که میری کرده اند

درشهنشهی فقری کرده اند

پښتانه دمشروینادکاڼي کرښه  ګڼي اودمشرپه ویناهرې قربانۍ ته تیاروي اوداخوبي هم عین اسلامي ده، دپښتنوپه معاشره کې میا،ملا،شېخ،پیراوعالم ډېرممتاز مقام لري،ځکه خوسامراجیانویا دهغوی تالي څټوپه هره موقع دهغوی د مقام راغورځولوکوشش کړی دی،هغوی ته یې په کم نظرکتلي دي اوپه دې طر یقه یې د هغوی اهمیت کم کړی دی.سامراجیانودملاکاراوسرګرمۍ جمات پورې محدودې ساتلي دي ، حالانکه ددین اسلام په خورولواودسامراجیانوسره چې څومره جهاددغه طبقې کړی دی،ددې نه څوک هم انکار نه شي کولی.دپښتنودازادۍ دبرقراره ساتلو،داسلام دعظمت اوبیدارۍ دپاره چې څومره تحر یکو نه چلېدلي دي،په دې کې دملایانوډېراهم کردارپاتې شوی دی،دکوموګرانواوخطرناکو مهماتوقیادت چې ملایانوکړی دی داځانته یوتاریخ دی،علامه صیب ته داخبره معلومه ده،چې په پښتنوکې ملا یاشېخ اوپیر ډېراهم مقام لري،نوځکه خپل یونظم ((ابلیس کافرمان اپنی مریدوکی نام))کې ددغه حقیقت په لوراشاره کړېده:

افغانیوکی غیرت دین کاهی یه علاج

ملاکو ان کی کودامن سی نکال دو

 

دعلامه صاحب پښتانه په دې هم خوښ وو،چې نېغه اوحقه خبره کوي اودحق په ویناکې هېڅ قسم وېره نه کوي،هرڅوکه یې سرهم ځي :

 

ایین جوان مردان حق ګویی وبیباکی

الله کی شېروکواتی نهی روباهی

 

دپښتنودګڼوخوبیانوسره سره علامه صاحب ددوی ځینوکمزوریوته ګوته نیولې ده،لکه ددوی بې اتفاقي ،ضد،ناپوهي اوپه نه څه خبره مرګ ژوبله کول،دخیبرپه نظم کې وايي :

 

آن یکی اندرسجوداین درقیام

کاروبارش چون صلوة بی امام

 

ریز ریز ازسنګ اومینای او

آه از امروز بی فردای او

 

علامه صیب چې دجمال وجلال دامتزاج اومثالي پښتون خوشحال خان خټک په باب کې څه ویلي دي، هغه ډېربرمحل اوپه حقایقو مبني دي،علامه صیب دخوشحال دجدوجهددازادۍ سره دمینې،خود دارۍ ، پښتون شناسۍ،ننګ او مېړانې او د مومنانه کردار ډېر تعریف کړی دی،ځکه خو هغوی دخپل مرد مومن د کردار عکس په خوشحال کې لیدو،علامه صیب دخوشحال په باب کې وايي :

 

خوش سرودان شاعرافغان شناس

هرکه بیندبازګویدبی هراس

 

آن حکیم ملت افغانیان

آن طبیب ملت افغانیان

 

رازقوی دیدوبیباکانه ګفت

صرف حق به شوخۍ دندانه ګفت

 

او بیا دخوشحال هغه لافاني وصیت چې دپښتنونسلونه به پرې تل ترتله فخرکوي،کوم چې دحریت پسندۍ ،دجبرواستبدادنه دنفرت اودپښتنوداتحادهغه لازواله پیغام دی،چې نه صرف دخوشحال په عظمت ګواهي کوي ،بلکې دانتخاب کوونکي عظمت ته هم دادورکول په کار دي، دغه لافاني وصیت ته علامه صیب دشعرجامه وراغوستې ده اوهمېشه همېشه لپاره محفوظ کړی دی :

 

قبایل هوملت کی وحدت می ګم

که هو نام افغانیوکابلند

 

محبت مجهی ان جوانوسی هی

ستاروپه جوډالتی هی کمند

 

مغل سې کسی طرح کمترنهی

کهستان کا یه بچه ارجمند

 

بتاوتجهی همنشین دل کی بات

هی خوشحال خان کوومدفن پسند

 

اړاکرنه لایې جهاباد کوه

مغل شهسواروکی ګردسمند

 

دخوشحال خان په دغه وصیت کې نه خودمال وزر ذکر شته،نه دوراثت اوجاګیرذکرشته،البته دخوددارۍ اوحریت کوم پیغام چې په دغه وصیت کې پروت دی داډېراعلی اوارفع دی .له دې سره سره علامه صیب په اکتوبر(۱۹۲۸ع)کې په اسلامک کلچرحیدراباد(دکن)کې دخوشحال په باب یومضمون ولیکلو،چې عنوان یې(خوشحال خان خټک افغان واریرپویټ)و.په دغه مضمون کې دتعارفي خبرونه علاوه د مېجررا ورټي دخوشحال دکلام دانګرېزۍ ترجمې نمونې هم نقل کړی شوې وې اودهغه وخت دافغانستان حکومت ته یې اپیل کړی و،چې دخوشحال دافکارودتجزیې کاریوافغان عالم ته وسپاري ،چې خلک ترې استفاده وکړي .نه صرف دا بلکې دخوشحال په ژونداوادبي خدماتوکارکوونکي ړومبی محققې ډاکټرخدیجه بېګم فېروزالدین ته هم دهغې دډي لټ دکارپه اوان دامشوره ورکړې وه،چې دخوشحال په سیاسي سرګرمیودې یوباب ضرورولیکي،اګرکه داډېرګران اودحساس نوعیت کارو.ډاکټرخدیجه بېګم فېروزالدین په خپل تحقیقی کارپه کال(۱۹۲۸ع)کې ګوتې پورې کړې اوپه ۱۳دسمبر(۱۹۴۰ع)ورته دپنجاب یونیورسټي دډي لټ  اعلی ډګري ورکړه،خوددغه فاضلې دډګرۍ اخیستونه مخکې علامه صیب رحلت کړی واو محترمې محققې په دې خبره افسوس هم وکړ،چې ګنې هغې دعلامه صیب سره خپله وعده وخت په سرپوره نه کړی شوه. هسې خودعلامه صیب په هریوکتاب کې دپښتنوپه حواله  څه ناڅه ذکرشوی دی،په ضرب کلیم کې یې چې د((محراب ګل افغان کی افکار)) په عنوان لاندې  دکوموزرینو خیالا تواظهارکړی دی دادپښتنودمزاج اودهغوی دکلچرعکاسي کوي،محراب ګل افغان څوک خاص فرد نه ښکاري،بلکې یوعمومي نوم دی،خوډېردژورفکرخبرلوڅه بنده معلومېږي،محراب ګل دافغانیت علامت دی،هغه د خپلې شاندراې ماضي نه ښه خبردی،هغه ته دشېرشاه سوري ،احمدشاه ابدالي اونورو درنومشرانوکار نامې معلومې دي،علامه صیب دمحراب ګل افغان په خوله افغانانوته داسې پیغام ورکوي :

 

رومی بدلی،شامی بدلی،بدلا هندوستان

توبهی ای فرزندکوهستان

 

اپنی خودی پهچان

اوغافل افغان

 

موسم اچها،پانی وافرمټی بهی زرخېز

جس نی اپناکهیت نه سینچا وه کیسی دهقان

 

اپنی خودی پهچان

اوغافل افغان

 

په دغه نظم کې پښتنوته دایقین ورکړل شوی دی،چې ترڅودغه دنګ اوسربلفک غرونه ولاړوي،د پښتنوو جودبه هم باقي وي :

 

افغان باقی کهسارباقی

الحکم لله الملک لله

 

تاریخ ګواه دی چې ډېرمغرورجابران دپښتنودلاسه په دغه غرونوکې دعبرتناک شکست سره مخ شوي دي،داسې چې دقبرونوپته یې هم نه لګي،دغه شان په یوه نظم کې (خطاب به اقوام سرحد)کې پښتنوته دځان پېژندنې تلقین ورکوي،علامه صیب دپښتنوسره ډېرزیات توقعات وابسته کړي وو،هرکله چې نادرشاه بچه سقاوته شکست ورکړاودیونوي اوترقي یافته افغانستان دتعمیرتابیایې وکړه،نودنورونه علاوه،علامه داعلحضرت ددغه اقدام مرسته وکړه اودهغه دپاره یې دچندې مهم شروع کړو،دعلامه صیب ددغه خلوص نه اعلحضرت ډېرخوشحاله شواوهرکله چې اعلحضرت دفرانس نه دبمبۍ په لاره لا هو رته راغی،نوعلامه صیب ورته دستړي مه شي لپاره په رېلوی سټیشن منتظرولاړو،علامه صیب اعلحضرت ته هرکلی ووایه اوورسره یې دخپلوذاتي پیسونه ډکه یوه خورجۍ هم هغه ته وروړاندې کړه، اعلحضرت په ډېره مینه داخورجۍ په لاس کې واخیسته اوبیایې په ډېرتشکرسره بېرته علامه صیب ته بېرته ورکړه،اعلحضرت دنظام تعلیم په جدیدوطریقودسمولودپاره علامه صاحب کابل ته وغوښتو دادا کتوبر(۱۹۳۳ع) زمانه وه،په دې سفرکې علامه صیب سره،سرراس مسعوداوسیدسلیمان ندوي هم ملګري وو،علامه صیب چې دخیبر نه تېرېدو،نودفکرشاهین یې دتاترې په څوکو پرواز کولو،هغه په دې موقع د(خیبر)عنوان لاندې یوښکلی نظم ولیکلو :

 

خیبرازمردان حق بېګانه نېست

دردل اوصدهزارافسانه ایست

 

جاده کم دیدم ازاوپیچیده تر

یاوه ګردددرخموپیچش نظر

 

سرزمین کبک اوشاهین مزاج

آهوی اوګیردازشیران خراج

 

درفضایش جره بازان تیزچنګ

لرزه برتن ازنهیب شان پتنګ

 

علامه صیب په کابل کې اعلحضرت ته دقران پاک یوه نسخه هم ورکړه اوورته یې وویل،چې په دغه کتاب کې ډېرزیات طاقت دی،علامه صیب اودهغه ملګروداعلحضرت په اقتداکې دجمعې لمونځ هم ادا کړو، د علامه دویناله مخه چې په دغه لمونځ کې چې هغوی څومره روحاني لذت محسوس کړو،دومره هغوی کله هم نه ومحسوس کړی،علامه صیب دکابل نه غزني ته لاړاودمحمودغزنوي اوحکیم سنایي په مزارونویې دعاوکړه.دعلامه صیب دافکارومرکزي نقطه دخودۍ حفاظت،دازادۍ تحفظ اوسخت کوشي ده اودغه  خصوصیات چې په کوم قام کې هغوی لیدل،هغه پښتانه دي،ملت افاغنه ته دومره اوچت مقام ورکول دعلامه صیب دشاعرانه دیانتدارۍ یوژوندی مثال دی ،علامه صیب اګرکه دپښتوژبې دزده کړې خواهش اظهارکړی و،ځکه چې دپښتومارشل شاعري په اردویافارسۍ کې ترجمه کړي،اګرکه دهغوی داخواهش په ژوند پوره نه شو،خوپښتنوعالمانودعلامه صیب تصانیف په پښتوکې ترجمه کړل اوپه دې طریقه یې دعلامه صیب روح دپښتوپه مارشل شاعرۍ کې ورګډکړو.دعلامه صیب په مرګ دشپېتونه زیات کلونه اوړېدلي دي،خودهغه پیغام همغسې ژوندی دی ،دپښتنونه چې دعلامه کومه توقع وه،پښتانه همېشه په هغه پوره ختلي دي اودخپلې ازادۍ،خپلواکۍاومېړانې بېرغ یې همېشه هسک ساتلی دی.راځۍ چې خپل مضمون دعلامه صیب په الهامي ویناراغونډکړو:

 

سرود رفته بازایدکه ناید

نسیمی ازحجازایدکه ناید

 

سر امد روزګاراین فقیری

دیګر دانایی رازایدکه ناید.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته