پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په هند کې د یوه هلک چې په حساب نه پوهیده د واده مراسم یې ترسره نه شو
نیټه: Tue, 17 Mar 2015 05:58:42 +0000

 

په هند کې د یوه هلک نه د هغه د واده د مراسمو پر مهال د ناوې خویندو د ۱۵ او ۶ د جمع کولو پوښتنه وکړه خو هلک سم ځواب ورنه کړ او د واده په آزمایښت کې پاتي راغی او د واده مراسم یې ترسره نه شول  .

 

د « ټایم انډیا » په حواله ویل کیږي چې ؛ د هند د « اوتار پرادا » په ایالت کې یو ځوان چې پام بران نومیږي د واده په مراسمو کې ، د دواړو کورنیو غړو او د کلي د خلکو په مخ کې د ناوې خوېندو د دغه ځوان نه پوښتنه وکړه چې ۶ او ۱۵ څو کیږی .

دغه ځوان دغې پوښتنې ته سم ځواب ور نه کړ ویې ویل چې ۱۷ کیږی ، د هغه ناوې وروسته له دې په غوصه توګه د واده نه تیره شوه او ویي ویل چې د بې سواده سره واده نه غواړي ، د هلک د کورني د غړو ډیرې هڅې وکړي چې دغه پېغله راضي کړي خو ناوې واده پریښوده او خپل کور ته ولاړه .

د ناوې پلار مهار سنګ هم دغه پریکړه ومنله او زیاته یې کړه چې د لومړی ټولګي هر زده کونکي هم دغې پوښتنې ته سم ځواب ویلی شي ، نوموړي دا هم وویل چې ، د واده د مراسمو د درولو له کبله یو څه اندیښمن دي .

د ویلو وړ ده چې ، په هند کې د څلورمې برخی ډیر خلک بې سواده دي او ډېر ماشومان یواځې د دوهم ټولګي تر پایه پورې زده کړي کوي ، د هند په شمال او ختیځ سېمو کې ، د هند په مذهبی لږکیو کې او بې وزلو کورنیو کې د بې سوادانو شمیر ډیره ده .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته