پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د کونړ سیند
نیټه: Tue, 17 Mar 2015 14:42:49 +0000

 

استاد عارف الله فرید

 

سهار مهال و د سيند تر غاړې له یو څو ملګرو سره ناست وم هغوې دګاونډي هيواد د نادودو خبرې کولې چې ګواکې هره ورځ زمونږ کلي او درې په توپونو ولي.

 ټول خلک کډه کولو ته مجبور شوي دي.

 دولت خو له مونږ سره همدا همکاري وکړه چې د ډایاک په نوم یې راڅخه وسلې واخیستې اوس هک حېران یو چې څه وکړو.

 په دې وخت کې زما د غوږونو او سترګو ترمنځ جګړه پېل شوه  غوږنو د خلکو کيسې اورېدې او سترګې د سیند له مانا ډکو څپوته ځيرې وې،  دا چې غوږونو تل همدا او یا دېته ورته بې نتيجې  خبرې اوریدلې وې نور یې خوند پيکه شوی و نو له سترګو سره یوځای شول او د سیند شور او ځوږ ته یې پام راواړاوه په دغه وخت کې زما ټول حواس سيند ته ځير شول ما د هغه څپو ته کتل  او چې راڅخه تېرېده نو پخپل څپاند او له شوره ډک اواز سره یې ژړل او د همېشني هجران په لور یې ګامونه اخيستل کله کله به ګرداب شو او را وبه ګرځید چې ګواکې څوک به ویښ وي او ست به راته وکړي مېلمه به مې کړي او له دغو جواهرو څخه  چې ما له ځان سره روان کړي دي ګټه واخلي خو نه ! داسې څوک نه تر سترګو کيدل نو ناهيلی به روان شو او له قهر او غوسې نه به یې یو کمر ته لغته ورکړه او دنګې ونې او شنه فصلونه به یې له ځان سره لاهو کړل او په خپله ژبه به یې له ځان سره وویل: دا چې تاسې دومره خوب وړي یاست دومره جاهل او ناپوهه یاست تاسې د دغو درسره شتو وړ هم نه یاست ښه به داوي چې دا هم هغه چاته وروړم چې په ارزښت او قدر یې پوهیږي په سلګونو کیلو متره لار وهم خو ما داسې څوک ونه لید چې له ما څخه یو د ګټې کار واخلي هیڅوک له ماسره کار نه لري یواځي یو څو ناپوهه او ګرمۍ وهلي ځوانان  جامې وباسي او په داسې حال کې ځما په لمن کې راودانګې چې له ماسره د لوبو کولو چل هم نه ورځي نو زه هم هغه په خپله لمن کې رانغاړم او له ځان سره یې وړم او داځکه چې  ددغې خاورې خلک یواځې مړي ماته راغورځوي هغه چې دوی په ظلم او ناروا سره وژلي وي همدغه لامل دی چې دوې له ماڅخه انسان وژونکی جوړ کړی او بس نور له ماسره دغه اولس هیڅ معامله نه لري برعکس زه چې کله د نورو خاورو ته داخلیږم هلته  له پلان سره سم  زما  ډېر دروند استقبال کيږي هغوی زما قدر پېژني له ما څخه چې کومې ګټې اخیستل کېږي ټولې پيژني او راڅخه یې اخلي او  هغو ځایونو ته مې  ورمخامخ کوي چې د دوی په کې ګټه وي زه هم د زړه له اخلاصه ورته د هغوی په ملیونه هکتاره تږې ځمکه خړوبوم د هغوی تیارې کوڅې ، لارې ، واټونه ، پارکونه اوټولې ودانۍ روښانوم په لکونو بيکاره خلکو ته یې کارونه پیدا کوم  د رڼا او سوکالۍ په لوريې روانوم د پرمختګ او ښېرازۍ په لور یې بیایم داځکه چې هغوې ددې وړتیا لري هغوې مانه پریږدي چې کورونه ، او ځمکې یې ویجاړې کړم وړاندې تردې چې زه ورشم له ماڅخه د ګټې اخيستنې ټولې لارې چارې یې برابرې کړې وي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته