پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

یوې مصري ښځې ۴۳ کاله د کار په موخه خپل ځان نارینه معرفي کړي و
نیټه: Tue, 24 Mar 2015 05:07:56 +0000

 

 

د لوکسورا اوسېدونکې سيسه ابوداوح چې ۴۳ کاله يې د کار په خاطر ځان (نر ) معرفي کاوه د مصر د حکومت څخه يې د ((ايډيالې مور )) جايزه ترلاسه کړه دا مطلب (العربيه نيوز ) ورکړی دي .

 

دغه ښځه چې د اولاد د زيږون څخه څومياشتي مخکې کونډه شوی وه د ژوندانه د شيانو ،معيشت څخه محرومه شوی وه او مجبوره شوه چې نارينه غوندې واسکټ اوکالي واغوندي تر څو پيسي وګټي او د خپل ماشوم لپاره خواړه پیدا کړي . دې دا کار په دې خاطر وکړ چې په مصرکې ترډېري مودې پورې د ښځو لپاره د کار اجازه نه وه .

دغې ۶۴ کلني مصري ښځې په بېلابېلو کلونو کې د خښتو او سمنټو په بارولو کې کار کړی دي او ددې تر څنګ يې د ودانيو په ساختماني چارو کې هم کار کړی دي. دغه ښځه وائي ددې لپاره چې ځان ئي د بد نظر څخه ساتلی وي او دوديزو عنعناتو په لومه کې بنده پاتې نه شي مجبوره شوم د نارینه جامي واغوندم او ګاونډي ښارته د کار لپاره لاړه شم ، ځکه هلته ما څوک نه پيژني .

په دې ورستيو کلونو کې سيسه ابوداوح په لوکسور کې د خلکو بوټونه پاکوي .ددې لور هدی وائي(( چې ددې مور تراوسه پورې خپله کورنۍ ساتلی ده .دا هر سهار په ۶ بجو له خوبه پاڅيږي او د اورګاډۍ اسټيشن ته ځي او هلته بوټونه پاکوي ددې د کار سامان الات زه ورسره وړم ځکه ددې عمر زيات دي ))

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته