پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سره مرچک که د پروستات سرطان علاج
نیټه: Mon, 13 Apr 2015 10:54:07 +0000

 

په سرو مرچکو کې د کاپسیسین  ماده په ژونکو کې د پروستات سرطان د ودې مخه نیسي

په سرو مرچکو کې د کاپسیسین په نامه مواد ډېرې روغتیايي او طبي ګټې لري، چې د یوې نوې څېړنې له مخې دغه ماده د پروستات سرطان په علاج کې مرسته کوي، خو څرنګه؟

وايي چې سره مرچک ځکه ترخه وي، چې کاپسیسین مواد په کې موجود دي.

د امریکا کلیفورنیا پوهنتون او لاس انجلیس سینای یبي مرکز یوه څېړنیز پلاوي پر موږکانو د تجربې له لارې د پروستات سرطان پر غدې د کاپسیسین د اغېز په اړه یوه څېړنه ترسره کړې ده.

د پورستات غدې په اړه لومړۍ څېړنه پر حیواناتو شوې، چې بیا وروسته یې پر انسانانو هم عملي کېدل کره شي.

د دغې څېړنې پایلې ډېرې حیرانوونکې دي، ځکه چې په حیواناتو کې پړسوب په کې کم شوی او آن د سرو مورچکو په خوړو یې وزن پینځه ځلې کم شوی دی.

په څېړنه کې یوه ګډونوال زورن لیمان ویلي، کاپسیسین د پروستات غدې د سرطان د پړسوب او سرایت مخه نیسي.

دوی وايي، دغه مواد سرطاني غدې پخپله دې ته هڅوي چې یوه او بله له منځه یوسي.

خو پوښتنه دا ده چې آیا انسان څومره اندازه کاپسیسین ته اړتیا لري، چې له کبله یې د پروستات سرطان له منځه یووړل شي؟ دلته په دې څېړنه کې دې پوښتنې ته دقیق ځواب نه دی ویل شوی، خو که چېرې پر موږکانو ددغې څېړنې پایلو ته ځیر شو، هر ۹۰ کیلوګرامه وزن لرونکی انسان باید لس دانې ښه تریخ سره مورچک وخوري، خو ډېر کم خلک د لسو سرو مرچکو تاب لرلی شي.

په څېړنه کې یو بل پروفیسر فیلیپ کویفر سپارښتنه کوي، هغه کسان چې له ترخو مرچکو سره یې نه ده جوړه، باید د کاپسیسین له موادو جوړ شوي کپسول وخوري.

نوموړی وايي، د سرطان د مخنیوي په موخه دغه کپسول باید د یوه مسلکي ډاکټر له مشورې پرته ونه خوړل شي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته