پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

١٤ پناه غوښتونکي چې افغانان هم پکې دي، تر اورګاډي لاندې شول
نیټه: Sat, 25 Apr 2015 03:34:03 +0000

 

څوارلس کډوال چې ويل کيږي افغانان هم پکښي شامل دي، په مقدونیه کې وژل شوي دي.

دغه  پناه غوښتونکي ، د مقدونيه په مرکز کې تېره شپه په داسې حال کې تر يوه اورګاډي لاندې شول چې د لويديځې اروپا پر لاره وو.

دا پېښه د ځايي وخت د شپې پر ۱۰:۳۰ بجې د مقدونيه مرکزي ښار ويليس ته څېرمه وشوه.

د ژغورنې عملې چې د پيښې ځای ته يې يوازي په پښو وکولای شو چې ورشي، د شپې په تياره کې دغې سيمې ته ورسېده او د ژغورلو هڅې يې پيل کړې.

د مقدونيه د حکومت یوه څارنوال ويلي، د دې پيښې له ژغورل شويو کسانو سره تر مرکو وروسته داسې ښکاري چې دا پناه غوشتونکي اکثره د افغانستان او سوماليا وګړي وو.

کډوال چې له جګړې، بېوزلۍ او په منځني ختيځ او افريقا کې د اوسني فشارونو څخه تښتېدل، او ويل کيږي له ترانزيت لارو څخه له بالکان هيوادونو څخه تېر شوي وو چې لويديځ اروپا ته ورسيږي.

دوی له دې لارې ځکه استفاده کوله چې د مديترانې سمندر د لارې په پرتله چې په کې ډېر پناه غوښتونکي ډوبيږي، ښه ګڼل کيږي خو دغه لاره ډېره اوږده ده.

په همدې حال کې د تيرې يکشنبې په ورځ، شا او خوا ۹۰۰ پناه غوښتونکي د ليبيا په سمندر کې د بيړۍ د ډوبېدو له امله ووژل شول.

مقدونيه يي څارنوال د اورګاډي په پېښه کې د پچينجا په سیمه کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدل تاييد کړي او ويلي يې دي، په دې پېښه کې څوک نه دي ټپيان شوي. هغه ډله چې ۱۴ کسه يې پرون تر اورګاډي لاندي شول او مړه شولو يوه پنځوس کسيزه ډله وه.

دوی له اورګاډي سره په داسې حال کې ټکر وکړ چې له مقدونيه څخه د سربيا مرکز بلګراد ته روان وو.

ويل کیږي پر دې لاره هغه خلک ځي چې له يونانه هنګري ته ځي. مقدونيه يي څارنوال په يوه اعلاميه کې ويلي، د اورګاډي چلوونکي په لاره کې د ډيرو خلکو يوه ډله دفعتاً ليدلې وه.

په اعلاميه کې ويل شوي، د اورګاډي چلوونکي د درېدلو لپاره بريک هم نیولی او هارن يې هم کړی و چې د هارن په اورېدو سره يو شمېر لارويان د اورګاډي له ليکې لیري شوي وو خو اورګاډی ونه درېد او د يو شمېر خلکو ژوند يې واخيست. 

 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته