پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بحرالمیت (مړ بحر) او یا هم د لوط بحر
نیټه:

 

 

دا سیند چې په انګلیسي ژبه کې ورته Dead Sea وایي ، د اردن (جوردان) او اسرائیل تر منځ موقعیت لري. په ټوله نړۍ کې دا یوازېنی بحر دی، چې هېڅ حیوان، بوټی او یا هم ژوندي موجود  په کې ژوند نه شي کولی او د مالګې فیصدي یې تر نورو بحرونو اته ځلی ډېره ده.

  د یادونې  ده، چې  په نړۍ کې ډېر بحرونه مالګین دي. بل خصوصیت یې دا دی، چې انسان په کې نه ډوبیږي، هر څوک که وغواړي حتی که لامبل یې هم نه وی زده، په دغه بحر کې لامبلي شي. بله ګټه یې دا ده، چې خټه یې ډېره ګټوره ده، ډېر خلک په تېره اروپایان او امریکایان له دې ځای څخه لیدنه کوي  او خپل ټول ځان په خټو لړي.

 وایی چې دا خټه د جلد او صحت لپاره ډېره ګټوره ده په صحي برخه کې هم ترې ډېره استفاده کېږي.

ددې بحر ټول مساحت ۶۵۰ کیلو متر مربع

طول : ۷۰ کیلو متر

عرض : ۱۷ کیلو متر

عمق یا ژوره برخه یې : ۳۹۹ متر

حجم : ۱۱۴ کیلو متر مکعب

دا هغه بحر دی، چې  د لوط علیه السلام قوم په کې ډوپ او هلاک شوی، داسې روایت هم شته، چې که څوک دغه سیمي ته راځي نو باید ډېر ژر بېرته لاړ شي او یا هم په چالاکۍ او  تېزي سره ترې ځان اوباسي.

 دلته په اردن کې هم  دا ځای چندان ښه نه یادېږي.  ددې ځای او پیښې کیسه داسې ده، چې  کله ابراهيم  عليه السلام  د مصر له ټاټوبي وکوچېد، لوط (ع) هم ورسره وخوځېد او له پرېمانه مالونو سره د فلسطين سپېڅلې ځمکې ته ورسېدل.

څه موده وروسته د دوي مالونه او نفوس دومره زيات شو، چې په فلسطين کې نه ځایېدل، نو لوط (ع) د خپل تره ابراهيم (ع) له ځايه زړه صبر کړ او  د سدوم ښار په لور وخوځېد.

د سدوم خلکو فاسد اخلاق او ککړ افکار لرل، له ګناهونو يې  ډډه نه کوله او د هېچا نصيحتونه يې نه منل، دغه بې لارې ولس په پليتۍ  او  پرېوتي فطرت کې ساری نه درلود، غلاوې يې کولې، له ملګرو سره يې خيانت کاوه، شوکمار وو، هر لاروي ته به کېناستل، مالونه او شته به يې لوټل او بې له ژړا به یې ورته بل څه نه پرېښودل، د هېڅ دين خبره يې نه منله، حيا ته يې شا کړې وه او هېڅ نصيحت ته يې غوږ نه کېښوده.

د لوط (ع)  قوم د جنايتونو تږی و، هر څومره ګناه يې چې کوله د ګناه تنده يې نه ماتېده. زړونه يې د فساد وږی وو ،خو ښايي دا پرېمانه او بې خرته ګناهونه د هغوی د تندې د خړوبولو لپاره بس نه وو؛ نو يو داسې ککړ کار يې پیل کړ ، چې تر دې مخکې چا نه و کړی.

دوی به له هلکانو سره څملاستل، بچه بازان وو، خپلی ښځې يې پرېښې وې ، له هغوی سره يې ملاستی نه کاوه .

 دوی ظالمانو پخپله هم دا کار په ډاګه کاوه او نور يې هم  لواطت ته رابلل، دا جنايتونه او بد عملۍ دومره زياتې شوې، چې  په ښکاره به کېدلې او نور نو بده خبره ورته نه ښکارېده.

دوی په ګناه کې سر تر پایه غرق و، شيطان پرې ډېر تسلط پیدا کړی و، خلاصه دا چې هغه کارونه يې کول، چې انسانیت یې هېڅ نه شي منلی .

 الله تعالی(ج) لوط (ع) ته وحې وکړه چې دا ورک او بې لارې ولس د الله (ج) منلو او سمې لارې ته  رهمنايي کړه.

حضرت لوط (ع) هم خپل تبليغ پيل او  خپل استازيتوب يې په ډاګه کړ. ټولو ته یې د سمې لارې دعوت ورکړ، خو د هغوی سترګې د لوط په تبليغاتو ړندې او غوږونه يې درانه شوی وو، پر زړونو يې د ناپوهۍ پردې غوړېدلې وې ،خپلو جنايتونو ته يې دوام ورکړ، له ګمراهۍ ستانه نه شول.

حضرت لوط (ع) له ډېرو تبلیغاتو وروسته پوه شو، چې دا خلک په سمه نه پوهیږي، نو د الله (ج) په دنیاوي او اخروي عذاب او جزاګانو  يې ووېرول، د خدای په غضب يې وګواښل؛  خو هغوی بيا هم په کیسه کې نه شول او لوط (ع)  ته ېې وويل د کوم عذاب ژمنه چې دې کړې راويې ښايه او د څه چې موږ وړ يو، رانازل يې کړه.

حضرت لوط (ع)  مجبوراً رب  ته لاسونه اوچت کړل او د خپل قوم د تباهۍ لپاره یې دعا وکړه ، چې پر هغوی دردوونکې عذاب نازل کړي؛ ځکه چې د لوط (ع) د قوم کړنې د انسانيت پر مخ لوی داغ و.

الله تعالی د لوط (ع) غوښتنه ومنله او خپلې پرښتې يې د ظالمانو دغه ښار ته ولېږلې ، لوط (ع)  او دهغه ملګرو ته یې امر وکړ، چې دا ښار پریږدي او بل چېرته لاړ شي.

 د لوط (ع)  له  وتلو سره سم  ځمکه  ولړزيده او په بل مخ راواوړېده، له بل پلوه   د کاڼو باران هم  وشو، د لوط د قوم ښار په کنډوالو  بدل شو او کورونه يې پوپنا شول.

 ټول په دغه اوسني بحر المیت کې غرق شول. د تاریخ له مخې دا بحر ډېر ارزښت لري.

د یادونې وړه ده، چې جوردان یا اردن  نورې تاریخي سیمې هم لري، لکه هغه غار چې  اصحاب کهف په کې ۳۲۰ کاله ویده شوي وو، د موسی (ع) کور او مقبره، د شعیب (ع) مقبره او ځېني نورې په زړه پورې سیمې او اثار.

 

 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته