پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حساسیت
نیټه: Tue, 05 May 2015 07:47:08 +0000

 

 

حساسیت چې الرژي یې بولي د بدن  د دفاعي سیسټم یو غبرګون دی  او هغه وخت رامنځته کېږي، چې  د بدن دغه دفاعي سیسټم یوه ماده  د بدن لپاره مضره وبولي په  داسې حال کې چې دغه ماده به له آره مضره نه وي او کله ، چې دغه ماده د بدن د دفاعي سیسټم له لوري دیوې مضرې مادې په توګه وپېژندل شوه؛  نو بدن د هغې په خلاف  اقدام کوي او عکس العمل ښيي . د انسان بدن په معمولي توګه  د مضرو عواملو په وړاندې  دمثال په توګه د میکروبونو او ویروسونو په وړاندې  له ځانه دفاع کوي  او کله چې له دغو میکرو بونو سره بدن په جنګ بوخت وي ؛نو په انسان کې ځینې نښې نښانې څرګندېږي مثلاً تبه کوي او یايې پوزه بهېږي او سترګې ېې سرې وي اودې ته ورته نورې نښې څرګندېږي؛  خو کله نا کله دغه دفاع  د هغو موادو په وړاندې هم کېږي چې مضر نه وي او زموږ په شاوخوا کې موجودي وي لکه  ګرد ،لوګی ، دګلانو او ونو ګرده چې پولنز بلل کېږي  په دې ډول د انسان په بدن کې هغه نښې څرګندېږي چې  په یوې ناروغۍ کې ممکنه ده ولیدل شي .

کله چې بدن د دغو موادو په وړاندې مبارزه پيلوي  د انټي باډي په نوم مواد په بدن کې تولیدېږي او دغه انټي باډي د وسلې په شان عمل کوي او خپله حمله پيلوي ،چې دغه مواد له منځه یوسي  البته هره انټي باډي د یوې خاصې مادې په وړاندې تولیدېږي او همغې مادې ته ځانګړی شوې وي، چې دغه مبارزه د حساسیت او الرژۍ په بڼه څرګندېږي هغه مواد چې حساسیت پيدا کوي  او ددې سبب کیږي چې بدن يې په وړاندې انټي باډي جوړه کړي هغه ته الرجن  هم وايي  کله چې انټي باډي له دغو طبیعي موادو سره په جنګ بوخت وي په بدن کې ځینې مواد تولیدېږي  چې په دې لړ کې هیستامین ته اشاره کولی شو دغه راز د وینې  له سپينو کریواتو هم  مواد افرازېږي ، چې دغه مواد ځینې ناخوښې نښې نښانې پيدا کوي هغه کسان چې حساسیت لري دغه نښې يې ډېرې تجربه کړي وي،د مثال په توګه پوزه ېې بهیږي ، ستونی يې خوږېږي  او  دغسې نورې نښې په کې څرګندېږي.

البته دحساسیت دغه نښې او علایم ممکنه ده دبدن په هره برخه کې ولیدل شي  لکه په پوستکي ،سترګو ، معدې ، پوزې ، سینوسونو او سږو کې  د حساسیت نښې څرګندېدلی شي . په حقیقت کې  دبدن دفاعي حجرې په دغو ځایونو کې شتون لري  چې  له هغو موادو سره مبارزه وکړي ،چې له دغو لارو بدن ته رسېږي  د مثال په توګه هغه میکروبونه او یا الرژن مواد چې دخولې  او پو زې له لارې بدن ته ننوځي دفاعي  حجرې په پوزه ، سینوزونو او مرۍ کې  فعالیت پيلوي او ورسره مبارزه کوي ددې مبارزې په نتیجه کې دغه نښې هم څرګندېږي.

په حساسیت کې  کومې نښې نښانې لیدل کیږي ؟

 دپوزې بندیدا اوله پوزې اوبه بهیدل ، پرنجی ، دپوزې  غوږونو او  د تالو خارش یې  عمومي نښې دي چې دغه نښې ممکنه ده له زکام  سره ورته وي او ډېر ځله ناروغان دزکام  لپاره درمل او حتی انټي بیوټیک خوري ؛خو نتیجه نه ورکوي پردې سربېره د سترګو التهاب ، په کې لیدل کېږي او سترګې سرې ښکاري  او کله ناکله ترې اوبه بهېږي، پر پوستکي بخارونه  راخېژي او التهاب کوي   او د پوستکي ځینې برخې  و چې او سرې شي ؛کله چې یوه خاصه ماده له پوستکي سره تماس وکړي  خاص  تحریک او خارښ په کې پيداکیږي. په زیاترو کسانو کې سالنډی یا استما لیدل کېږي له ټوخي سره ېې دسینې غږ او غژهار زیاتېږي . دغه خبره بایدهېره نه کړو چې په سلګونو ډوله مواد شته چې ممکنه ده حساسیت پیدا کړي؛ خو ځینې مواد په ټوله  کې حساسیت پاروونکي  یا الرجن مواد بلل شوي دي ،چې په دې ډول يې را لنډولی شو:

 د بوټو او ونو ګرد او دانې،پوپنک ، د کور دننه دقالینو او نور معمولي ګردونه ، دغه راز د حیواناتو د بدن ګرد او غبار ، صنعتي کیمیاوي مواد ، خواړه او درمل ، د مارغانو بڼکې ،ځینې حشرې او  دغسې نور په سلګونو مواد خواړه او مېوې حساسیت پیدا کوي .هر څوک او په هرعمر کې ممکنه ده حساسیت پیدا کړي  جنس ،توکم او اقتصادي او ټولنیز موقعیت ورته مهم نه دی؛ خو معمولاً په  ماشومانو کې عام وي  ؛خو په هر عمر کې ممکنه ده پيدا شي او یا ممکنه ده ښه شي او  له څو کلونو وروسته بېرته څرګند شي ، تراوسه پورې جنټیکي عوامل په کې نه دي څرګند شوي ؛خو کورنۍ او ارثي زمینه په کې رول لري  دغه راز ممکنه ده  هورمونونه ، سترس ، سیګریټ ، عطرونه ، او نورچاپریالي پاروونکي مواد  په وګړو کې دحساسیت په پیدا کېدو کې رول ولري  دغه خبره هم باید هېره نه کړو چې د حساسیت نښې غالبا ورو ورو په یو اوږد پړاو کې څرګندېږي.

ځینې کسان له حساسیت سره دومره عادت کوي چې  ممکنه ده ځینې نښې لکه  پرنجی او دپوزې بندیدل  عادي چاره وبولي او فکر کوي چې ښایي ټول کسان همدا ستونزه ولري  او دغه نښې غیر معمولي نه بولي البته د ډاکټرانو په سپارښتنه موږ کولی شو چې دغه نښې کمې او یاېې داسې یوه حدته ورسو چې د زغملو وړ وي .ډاکټران په معایناتو او  د ناروغیو په  تاریخچې سره تشخیص  وضع کوي  البته ډاکټران باید دوینې معاینات  او دپوستکي تسټونه هم ورکړي  او د انټي باډي سویه هم اندازه کوي  .

په حساسیت کې مهمه مسله ددې ناروغۍ معالجه او مخنیوی دی له بده مرغه تر اوسه پورې ددې ناروغۍ قطعي علاج نه دی شوی؛ خو داسې مخنیوونکي عوامل شته چې که ورته پا م وشي ځان له دې ستونزې  خلاصولی شئ، موږ پر ټولو هغو لارو خبرې کوو چې په دې برخه کې له تاسو  سره مرسته کوي ممکنه ده ځینې لارې چارې په ځینو کسانو کې نیتجه ورنه کړي؛  خو تاسو يې وازمايئ حتماً يې په مخنیوي کې بریالي کېږئ، بله خبره دا چې دغه سپارښتنې مو د امریکا او بریټانیا له معتبرو سایټونو خوښې کړي چې هغوی ترې نتیجه هم اخیستې ده.

تر ټولو مهمه مسله په حساسیت کې دا ده چې باید له هغو موادو  ځان وژغورئ چې  حساسیت پیدا کوي او دغه مواد تر هرچا تاسو په خپله ښه پيژنئ له هغو ځان وساتئ .

 دمېوو خوړل په تېره بیا ویټامین سي درلودونکې مېوې لکه انار او خواږه لېمو د حساسیت په کمولو کې ډېره مرسته کوي  .په حساسیت کې  مهم درمل انټي هیسټامین دي  په حقیقت کې انټي هیستامین   د هیستامین په نوم د یوې مادې دفعالیت مخه نیسي؛  خو ددغو درملو یوه اصلي ستونزه دا ده چې خوب لري او هر وخت يې سړی نه شي خوړلی؛ خو اوس ځینې داسې درمل هم جوړ شوي دي چې لږ خوب لري که سړی سخت په تکلیف وي له هغو استفاده کولی شي دمثال په توګه  لوراټیدین ،ستۍ ریزین او فیګزو فیټاډین هغه درمل دي چې لږ خوب لري  البته پر دې سربېره دخولې وچېدا  هم ممکنه ده پیدا کړي دغه راز دسترګو دنظر کمېدل او سرګنګسي هم ځینې وخت  پيدا کېدای شي . هغه کسان چې دغه ډول درمل استعمالوي باید ډریوري او نور داسې کارونه  ترسره نه کړي  چې دقت غواړي .د پوزې د بهیدا د مخنیوي لپاره  د فینیل افرین ا و نفازولین په  شان درمل استعمالولی شئ دغه  درمل په پوزه کې دوینې جریان کموي او په دې ډول دپوزې بندش او اوبه بهیدل کموي بې خوبي او بې قراري ممکنه ده رامنځته کړي .دحساسیت لپاره دمعالجې یوه بله روده هم وړاندیز شوې چې په دې رودې کې  هغه مواد چې تاسو ورسره حساسیت لرئ په کمه پيمانه ستاسو بدن ته پیچکاري کیږي  او ورو ورور ېې اندازه زیاتیږي تر هغه چې  ورسره تحمل پيدا کړئ.  دغه چاره ممکنه ده له  دریو تر پینځو کلونو پورې وخت وغواړي .دحساسیت ټسټونه هم ګټه  لري چې معلومه کړي له کومو موادو سره حساسیت لرئ او باید له هغو ځان وساتئ  .هغه میندې چې ماشوم ته شیدې ورکوي او یا حامله دي باید  د درملو له خوړلومخکې له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي ځکه ځینې درمل  پر ماشوم ناوړه اغیز کوي.نن سبا په ډیرو بازارونو کې د حساسیت او ذکام لپاره  واکسین کېږي خو ډېری ډاکټران یې ردوي او وايي چې ګټه نه لري  حتی ممکنه ده پر معافیتي سیستم ناسمه اغېز وکړي .دغه خبره بیا هم کووچې  الرژي یا حساسیت معالجه نه لري او په زرګونو شیان شته چې ممکنه ده حساسیت پيدا کړي ؛ نو تر هر ډول درملو مخکې باید هغه مواد پیدا کړئ چې ورسره حساسیت لرئ او باید معالجه شئ ،دغه  راز  باید ناروغان پوه شي چې د هغوي حساسیت جنټیکي بڼه لري که موسمي ؟ ځینې ډولونه داسې وي چې په یوه خاص موسم کې لیدل کېږي په تېره بیا په پسرلي کې ډېر وي ؛نو د حساسیت د رېښو موندل ډېر ضروري دي  . په  ککړه هوا ،  له حیواناتو او ګلانو او بوټانو سره دوامداره تماس او دعطرو او  ارایشي موادو استعمال ممکنه ده ، یوه بله مهمه  مسله چې باید ورته پام وشي دا ده چې که   په ماشومانو کې حساسیت معالجه یا کنټرول نه شي ممکنه ده په لس یا شل کلنۍ کې سالنډي رامنځته کړي  دغه راز ممکنه ده د پوزې پولیپ پید کړي  چې دا په خپله نورې ستونزې پیدا کولي شي دغه راز که حساسیت ته پاملرنه ونه شي ممکنه ده دغوږ او ستوني چرک او عفونت پیدا کوي .

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته