پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د جلد سرطان ناروغۍ د درملنې په خاطر نوې هیلې راژوندۍ شوې
نیټه: Wed, 03 Jun 2015 09:55:24 +0000

د جلد سرطان ناروغۍ د درملنې په خاطر نوې هیلې راژوندۍ شوې.

 

د لندن کارپوهانو د جلدي سرطان ناروغۍ د درملنې په خاطر نوې لاستته راوړنه کړې ده.
د herpes ویروس د جلد د سرطان د ناروغۍ په تداوۍ کې نوې هیلې راژوندۍ کړي دي.
د انګلستان ، امریکا، کاناډا او سویلي افریقا په سلګونو تنه د جلدي سرطان په ناروغانو په ترسره شوې څیړنه کې دا معلومه شوې ده چې د herpes ویروس د سرطاني حجرو په لمنځه وړولو کې ډير مهم رول لوبولی دی .
په لندن کې د سرطان د ناروغیو څیړنیز مرکز متخصصینو په یوه څیړنه کې دا معلومه کړې ده چې د herpes ویروس د جلدي سرطان د ناروغۍ په درملنه کې ډیر مهم او رغنده رول لوبولی شي. دوی د herpes ویروس چې جینیتک ساختار ته ورته تغیر ورکړی وو هغه ۴۳۰ تنو ناروغانو ته د پیچکارۍ له لارې تزریق کړي چې عملیات امکان يي هیڅ شتون نه درلود.
ویل کیږي کومو ناروغانو ته چې دا ویروس تزریق شوی وو د هغوی سرطاني حجرې له منځه تللي دي او وجود مقامت يي لوړ شوی دی . 
د بله پلوه متخصصینو ویلي دي چې دې څیړنې دا هم معلومه کړې ده چې ددې امکان شتون لري چې په پرمختللو سرطان ناروغیو د روږدو کسانو ژوند یو اندازه اوږد کړی شي.
متخصصینو ویلي دي چې دا تداوي یواځي په هغه ناروغانو تطبیق شوی دی چې یو ډول جلدي د سرطان ناروغۍ درلوده.
د بله پلوه صلاحیت لرونکو مقاماتو هم ددې څیړنې او درملنې نه ستاینه کړې ده . 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته