پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د تکنالوژي یو شرکت د نړۍ تر ټولو کوچنی او ارزانه کمپیوټر جوړ کړ
نیټه: Wed, 03 Jun 2015 10:03:53 +0000

د تکنالوژي یو شرکت د نړۍ تر ټولو کوچنی او ارزان بیه کمپیوټر چې د اورلګید په اندازه ده جوړ دی

 

لکه څرنګه چې  په نړۍ  کې  د ټیلیفونونو  د کوچني‌ کېدو  په برخه کې  هلې  ځلې  دوام لري‌ همداشان  د کمپیوټر  د لا کوچني‌ کولو او د بیې  د راټیټولو په خاطر هم هلې ځلې  دوام لري.

  په همدې چوکاټ کې  د تکنالوژۍ‌ یو شرکت  د اورلګید د کوتي  په اندازه  یو کمپیوټر جوړ کړی دی.

یاد شوي‌ شرکت  ددې  کوچني‌ کمپیوټر  بیه ۹ امریکايي  ډالره  ټاکلې  ده .

نوموړي‌ شرکت  ویلي‌ دي‌ چې  د کمپیوټر  د تولیداتو په خاطر يي کافي‌  مالي‌ مرسته  ترلاسه کړې  ده او په لنډه موده کې  به په تولیداتو پيل وکړي

دا کوچنی  کمپیوټر چې  د نکس تینګ په نامه  د شرکت لخوا  جوړ شوی دی  ۵۱۲ ام بي  ریم  او ۴ جي‌ بي هم  داخلي‌ حافظه لري.

دا کوچنی کمپیوټر  افیس  د پروګرام  سربیره   وایفای  او بلوتوت  ځانګړتیا هم لري. دا کمپیوټر  د نورو کمپیوټرو سره هیڅ کوم توپیر نلري

ددې کمپیوټر سره  انټرنټ ته  داخلیدی او کمپیوټري‌ لوبې هم  کولی شو

د یاد شوي‌ کمپیوټر  طرحه او ډیزاین کوونکي‌ شرکت  ویلي  دي‌ چې  د نوموړو کمپیوټرو  د تولید په خاطر يي لازمه  مالي‌ مرسته  ترلاسه کړې  ده  او په نږدې  راتلونکې کې به  په تولیداتو  پیل وکړي. یاد شوي‌ شرکت ویلي‌ دي‌ چې  ددې  کوچني  شرکت بیه  به  ۹ امریکايي ډالره وي

دا کمپیوټر د ټولو  مانیتورونو سره  د وصلیدو  ظرفیت  لري.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته