پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په کوچنیانو ذهني فشارونه د سر درد لامل کیږي
نیټه:

 په کوچنیانو ذهني فشارونه د سر درد لامل کیږي

په ښوونځي کې ډېر کار او د شپې له خوا د تلويزون او کمپیوتر زیات استعمال کوچينان له ذهني فشار سره مخ کوي

د ايټاليه په روغتون کې ډاکټرانو له يوې نوې څېړنې وروسته ویلي چې ذهني فشار په کوچنيانو کې د سر درد پیدا کېدو لامل کېږي،

دوی وايي په ښوونځيو کې پر کوچنيانو ډېر کار او بيا په کور کې تلويزيون او کمپيوټر ته ډېره ناسته د ماشومان له ذهني فشار سره مخ کوي، چې له امله ورته د سر درد ستونزه پیدا کوي.

د دې څېړنې د ډاکټرانو په وينا زیاتر هغه کوچنيان د سر درد له ستونزې سره مخ کېږي، چې په ذهني توګه له زيات فشار سره مخ وي.

د دې څېړنې د ډاکټرانو له ډلې ډاکټر ډالد ليبرا وايي چې د څېړنې په دوران کې ۷۲ داسې کېسونه ورته مخې ته راغلي چې د هغوی سر درد د ډېر فشار له امله و.

نوموړی وايي چې د ورځې د ښوونځي کارونه او د شپې کمپيوټر او تلويزون ته ناسته د کوچنيانو خوب نه شي پوره کولی، چې له امله يې د ذهني فشار سره مخ کېږي او دا ستونزه ورته پيدا کېږی.

هغه وايي د دې لپاره چې په کوچنيانو کې د سر درد ستونزه ختمه شي نو بايد، چې له ذهني فشاره لرې وساتل شي او د دې لپاره په کار ده، چې په ښوونځيو کې ورته د تفريح او لوبو ډېر فرصتونه برابر شي، چې دا کار کولای شي هغوی له ذهني فشاره وساتي.

نوموړی همدارنګه سپارښتنه کوي چې د تلويزيون په کتلو او کمپيوټر په استعمال کې کمی هم په دې برخه کې مرسته کوي، چې په وينا یې دا کار د يو کوچني په روغتيا کې مهمه ونډه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته