پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

له اوږده انتظاروروسته د سلما بند د رغونې چاري بشپړ شوي
نیټه: Mon, 27 Jul 2015 06:45:34 +0000

محمدآصف رحیمي وايي، د سلما بند د اوبو له اصلي زېرمې څخه د اوبو اخیستل پرون د دې بند د دروازې له تړلو سره سم پیل شو.

د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې د سلما بند پروژه چې په ۱۹۷۶ کال کې د هند په مرسته پیل شوه 

هرات والي ښاغلی رحیمي په خپله فیسبوک پاڼه کې وايي، د سلما بند د رغونې پروژه له څلوېښت کلونو انتظار وروسته د افغان او هندي انجنیرانو په هڅو په ریالیتوب سره بشپړه شوه.

ددغه بند چاري د سردار محمد داودد خان په وخت کې طرح شوي وو او لومړنۍ کارونه په هماغه وخت کې پیل شوی وو  چې ۲۵ په سلو کې کارونه ترسره شوي وو له هغه وروسته د جنګونو له امله په ۱۳۵۷ کال کې ددغې پروژې چارې په ټپه ودریدي.

د طالبانو د رژیم د سقوط څخه وروسته د افغانستان دولت د سلما بند د افغانستان د لویو پروژو څخه وګڼه او په ۱۳۸۶ کال کې یې د تهداب ډبره کیښوده .

دغه بند د هرات ولایت د چشت ولسوالي د هریرود سیند سره موقعیت لري چې ددغه بند په جوړیدو سره به ۴۲ مګاواټه بریښنا د هرات ولایت سربیره نورو سیمو ته هم ورکړي.

د سلمان بند په جوړوید سره به ۸۰ زره هکتاره  ځمکه چې د هریرود سیند خواته پرته ده د ایران هیواد تر پولې پورې او د ذولفقار سیمې به  هم خړوبې کړي.

ترکمنستان او ایران هیوادونه چې اوسمهال د هریرود اوبو څخه ګټه اخلي ددغې پروژي مخالف دي.

سلما بند د هند له لوري په افغانستان کې یوه مهم پروژه ده. دې هیواد د افغانستان د ملي شورا لپاره د ودانۍ او د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره د ایران د چاه بهار بندر د جوړولو ترڅنګ ګڼې نورې پروژې یا اجرا کړي یا پرې کار کوي.

د سلما بند کار په داسي وخت کې بشپړ شو چې هند اعلان وکړ چې د کابل له عمومي ترانسپورت سره د مرستې لپاره د افغانستان د ملي بس شبکې ته ۱۰۰۰ تاټا بسونه ورکوي خو شرط یې دا دی چې د افغانستان د ترانسپورت وزارت او د ملي بس اداره به د دغو بسونو د ساتنې لپاره ورکشاپ او خوندي تمځی جوړوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته