پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

به کنړ کې د بیارغونې د دوو پروژو کارونه پیل شول
نیټه: Sun, 09 Aug 2015 11:06:53 +0000

به کنړ کې د بیارغونې د دوو پروژو کارونه پیل شول
 

د کنړ ولایت په اسعداباد ښار کې د ملي پیوستون د ولایتي دفتر د ودانۍ د جوړیدو چارې او دښار اړوند هجرت کلي استنادي دیوال د جوړیدو چارې د کنړ والي او ورسره مسوولینو او مشرانو لخوا د بنسټ د ډبرې په اېښودو سره پیل شوې.


کنړ والي خلکو ته یادې پروژې یې د ولایت د بیارغونې او کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې خورا مهمې وبللې

نوموړي وویل چې د ملي پیوستون ولایتي دفتر په دوه پوړونو کې په اساسي توګه جوړیږي چې ټول پرې (۱۵۳۱۹۲۰۰) میلیونه افغانۍ لګښت راځي او پر استنادي دیوال باندې چې (۱۴۶) متره اوږدوالی لري (۴۱۷۵۱۱۵) میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې خپله د کلیو پراختیا وزارت لخوا تمویلیږي.

د یاد ولایت خلکو ددغه پروژو د کارونو پر پیل کیدو خوښي څرګنده کړه او دنورو پروژو غوښتنه يې هم وکړه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته