پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په کونړکې یو پوخ پل ګتې اخیستنې ته وسپارل شو
نیټه: Sun, 30 Aug 2015 05:14:11 +0000


دکلیوبیا رغاونې اوپراختیا وزات دسرک جونونې دبرنامې له مخې څه باندې یوویشت (۲۱) میلونو افغانیو په لګښت دماڼوګي ولسوالۍ په شمون دره کې د څلورمتره پلنوالي او (۷۶)مترو په اوږدوالي دیو پوخ پل دجوړیدلو چارې بشپړشوې .

 

ددغه پل د پرانستي په مراسمو کې یوشمیر مشرانو په لاسونو دپتۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې جوړیدلو یې دیادی ولسوالۍ په سلګونو کورنیو ترانسپورتي ستونزې هوارې کړی

.
دکونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل یاده پروژه د ماڼوګي ولسوالۍ په پرمختګ ، سولې او امن را وستلو کې یوبل مهم ګام وباله.

 نوموړي زیاته کړه ټولو اداراتو ته مو دنده سپارلې چې دپروژو په انتخاب کې د ولس غوښتنې او لومړیتوبونه په نظرکې ونیسي او په خپل وخت یې داړوند وزارتونو سره شریکی کړي.

 

کلیمزي په مرستندویه اداروهم غږ وکړ چې کونړ ته خپله توجه زیاته کړ ي او په دې ولایت کې نوې پروژې پيل کړي.
دیادونې وړده چې په دې ولایت کې دکلیوبیارغاونې او پراختیا وزارت د بېلابېلو برنامو له مخې په مرکزي سیمو او ټولو ولسوالیو کې په سلګونو پروې پلي شوي او خلکوته دګټې اخیستنې لپاره په واک کې ورکړل شوي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته