پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دشایق رسنیز مرکز لخوا د ویشو لوبو دوستانه ټورنمټ ترسره شو
نیټه: Sat, 05 Dec 2015 09:16:04 +0000

دغه ټورنمټ چې د ویشو لوبو لسو ټیمونو په شمول یو د جمناستیک ټیم پکی  برخه اخیستې وه  دننګرهارولایت د فوډ بال په سټیدیوم کې ترسره شو .

ورزش یوله هغه لاروڅخه ده چې کولی شي ځوان نسل ښي لوری ته رهبری کړي نوپه همدی موخه شایق رسنیز مرکز وپتیله ترڅو دځوانانوترمنځ ورزشي لوبوبیلابیلی سیالۍ ترسره کړي دغه ټورنمټ چې دننګرهارولایت د فوډبال په سټیډیوم کې ترسره شوه د ننګرهار ولایت دالمپیک امر خوشحال (حضرتي )په ګډون دننګرهارولایت ګڼ شمیرو ورزشکارانوله کابل څخه راغلومیلمنواو په ننګرهارکې د ورزشي لوبو ګڼ شمیر مینه والو برخه اخیستی وه .

دلوبوپه پيل کې لیکوال اوژورنالیست نعمان (دوست ) له ورزشکارانوهیله وکړه چې دافغانستان دنوم دروښانه کولو په موخه خپل ټول ځواک په کار واچوي نوموړي زیاته کړه اوسمهال دهیوادتیروناخوالونړۍ ته دافغانستان ډیر بدتصویر وړاندي کړې هغه وویل نړیوال فکرکوی چې افغانان یواځی په ترویزم ،مخدره موادوتولید اوپه زورزیاتي کې وړتیا لری .خونوموړي وویل همداورزشکاران دی چې کولی شی د افغانستان شهرت نیک کړي اونړی ته وښایی چې افغانان داسی ولس دی چې تل دتوتیوقربانی شوی بلکې ولس کې یی وړتیااودبشر مینه په ځای ده .

دوست همداراز په ورزشکارانو غږ وکړ چې له خپلوامکاناتونه به استفادې دي ځوان نسل دتقوي اوپرمختګ له پاره کاروکړ ی نوموړي وویل اوسمهال لاعلمې اودسواد دکچې ټیټوالی ددی باعث شوی چې زمونږ ځوانان په نشوروږدي شی اویوشمیر هغه ځوانان چې لږترلږه یې یوڅه زده کړی کړي هغه دقاچاقبروپه دروغجنو وعدو غولیږې اوداروپا په نیت وطن پریږدي چې بیا په لاروکې یاپه دریابونوکې ډوبیږې اویاپه بندو کانتینرونوکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 نوموړي په ورزشکارانو غږ وکړچې په دغه برخه کې بی تفاوته پاتی نه شی اوځوانان ددیته وهڅوي چې په خپل وطن کې کاروکړې اوخپل وطن  په خپله اباد کړي.

ورپسی دیادټورټمنت لوبغاړو په دوستانه فضا کې خپلی سیالی پیل کړي چې لسوټیمونوپه نوبت سره خپل نرمشی حرکتونه ترسره اوپه صمیمیت یې خپلی سیالی ترسره کړې چې راغلوګډونوالو او میلمنو دتودهرکلی سره مخ شول .

دیاد ټورنمټ یوتن استاد ددغسی ټورنمټونو جوړول ارزښتناک وبلل اوله شایق رسنیز مرکزنه یی مننه وکړه چی تل یې دځوانانو دهڅونې اوتشویق په موخه بیلابیل پروګرامونه چمتوکړې

په پای کې ممتازوټیمونواولوبغاړوته  دشایق رسنیز مرکز لخواچمتو شوي کپونه او مډالونه ورکړل شول .

دشایق رسنیز مرکز په پام کې لری چې دورزشي لوبودغه لړۍ لاپسی تانده کړې اوپه راتلونکې کې هم دغسی سیالی په لارواچوې ترڅوپه ځوانانو کې دورزش فرهنګ پیاوړی شی اودښه صحت خاوندان شی.  

دیادونې وړده چې له دی وړاندې هم دشایق رسنیز مرکز لخوا دکرکټ پهلوانۍ اوسوک وهني بیلابیل  ټورنمټونه ترسره شوي چې دورزشکارانواوعاموولسونو دپام وړګرځيدلی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته