پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د افغانستان کرکټ ملي ټیم په ۵۰ اووره سیالیو کې لسم مقام خپل کړ
نیټه: Sat, 26 Dec 2015 08:52:38 +0000

 

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وتوانید د کرکټ په ۵۰ اووره سیالیو کې ۱۰ مقام خپل کړي.

دا پرېکړه د کرکټ نړېوالې شورا په وروستۍ درجه بندۍ کې کړې ده.

افغانستان له دې وړاندې په ۵۰ اووره سیالیو کې ۱۲ مقام درلود.

په یوه ورځنۍ نړېوالو سیالیو کې اسټرالیا لومړی، پاکستان اتم او او ویسټ انډیز نهم ځای لري.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په ۲۰ اووره سیالیو کې هم لسم مقام لري.

دا مقام وروسته له هغې افغانستان ته ورکړل شو چې پرون د کرکټ ملي لوبډلې په یوې ورځنۍ سیالۍ کې د زیمبابوې ملي لوبډلې ته د ۴۹ منډو په توپير ماتې ورکړه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته