پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د اقتصادي پروژو پلې کول د امنیت په راوستلو کې مهم رول لوبوي
نیټه: Tue, 02 Feb 2016 11:00:43 +0000

 

په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د هیواد په کچه د کورنیو تولیداتو صنعتي نندارتون پرانیستل شوه،  دغه نندارتون چې د ټول هیواد څخه شا او خوا ۱۰۰ فابریکو تولیدات به نندارې وړاندې شي دري ورځې به دوام وکړي .

په یاد نندارتون کې د ننګرهار د ولایتي چارواکو او یو شمیر ننګرهار میشتو ولسونو سربیره د افغانستان د ښځو چارو وزیرې، د سوداګریری وزارت مسؤلینو، په ننګرهار کې میشت د ګاونډیو هیوادونو قونسلګریو استازو، د هرات، قندهار او یو شمیر نورو ولایاتو سوداګرو برخه اخیستي وه.

د دغي نندارتون د پرانیستی پر مهال د ننګرهار والی سلیم خان کندوزی په خپلو خبرو کې وویل چی  ډیر د ویاړ ځای دی، چی په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د هیواد په کچه د کورنیو تولیداتو صنعتي نندارتون پرانیستل کیږي.

کندوزی پر ملی سوداګرو غږ وکړ چې له خپلو شخصی امکاناتو په ګټه اخیستنې سره په لريو پرتو سیمو کې ښوونځې جوړي کړي، ترڅو ځوان نسل مو د تعلیم په ګاڼه سمبال او مسلکي شي، کندوزی همداراز له هیواد والو وغوښتل ترڅو له خپلو هیوادنیو تولیداتو څخه په ګټه ا خیستني سره د خپل کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي.

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال لعل محمد دورانې د ننګرهار صنعت کارانو یو شمیر ستونزې رابرسیره کړې، ده وویل چې په ننګرهار کې د صنعت کارانو عمده ستونزه د بریښنا ده، او مرکزې حکومت پدغه برخه کې پاتی راغلي، د ننګرهار د صنعت کارانو ستونزو ته پاملرنه نه کوي، او له مرکزی حکومته یی وغوښته چی ننګرهار ته ځانګړي پاملرنه وکړي، ترڅو په ننګرهار کې له کدرونو څخه په سمه توګه د هیواد په ابادولو کې کار واخیستل شي.

د افغانستان د ښځو چارو رئیسه میرمن دلبر نظری خوښي څرګنده کړه، چی د هیواد په کچه داسې صنعتی نندارتون کې ګډون کوي.

 آغلی نظری وویل: زمونږ په هیواد کې د ښځو پر وړاندی ستونزې ډیرې دي، د ښځو ستونزې باید حل شي، دوي ته د زده کړو زمینه برابره شي، ترڅو دوي هم وکولای شي، د خپلو ورونو ترڅنګ ودریږي، او د هیواد په ابادولو کې ونډه واخلي.

میرمن نظری وویل زما ننګرهار ته د راتلو څخه هدف همدا دی، چې له ښځو، د ښځو چارو ریاست او له ولایتي اداري سره لیدنه وکړم، د ښځو ستونزې رابرسیره کړم او د حل په موخه یې له مرکزی حکومت سره شریکه کړم.

د سوداګري خونې مرستیال خانجان الکوزی وویل: که چیرې مرکزي حکومت غواړي چې ننګرهار کې امنیت راشي، نو پر اقتصادی زیربناوو دي کار وکړي، او اقتصادی پروژی دې پلې کړي.

 ده له ولسمشر څخه وغوښته ترڅو ننګرهار ته ځانګړي پاملرنه وکړي، او زیاته یی کړه، که د پخوانی ولسمشر پر وخت پاتی پروژی پلی شي، نو ننګرهار کې به امنیت راشی، او که ننګرهار همداسی پاتی وي، نو امنیت راتلل نا ممکنه ده.

له نورو ولایاتو راغلو میلمنو او د غونډی ګډونوال له هیواد والو او ولسونو وغوښتل ترڅو د کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي، او پدی سره د هیواد په پرمختګ کې ونډه واخلي، که چیری له خپلو تولیداتو استفاده ونکړو، نو هیواد به مو همداسی د پردیو او ګاونډیو هیوادونو محتاج پاتی وي.

که څه هم دا لومړی ځل نده چی په ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو صنعتی نندارتون جوړیږی خو دا لومړي ځل ده چی پدی کچه پدغه ولایت کې صنعتی نندارتون پرانیستل کیږي، دغه نندارتون کې چی شا او خوا ۱۲۰ غرفی د بیلابیلو فابریکو لخوا لږیدلی وي، یوازی ۲۲ غرفی یی د ښځو لخوا پر مخ وړل کیده.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته