پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان له ایرلینډ سره د کرکټ پنځه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کوي
نیټه: Wed, 13 Apr 2016 05:03:51 +0000


د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به په راتلوونکي جولای میاشت کې د ایرلینډ په کوربه توب د کرکټ پنځه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره شي

 

ددواړو هېوادونو د کرکټ ادارو د ګډې پرېکړې او هوکړې له مخې، دا لوبې به د جولای د میاشتې له ۱۰مې څخه تر ۱۹ مې نیټې پورې د ایرلینډ په بلفاسټ ښار کې ترسره شي.

 

دا به لومړی ځل وي، چې د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ ترسره کېږي. 

 

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزی وایي، چې د زیاتو نړیوالو لوبو ترسره کولو سره د افغان لوبډلې تجربې زیاتېږي او لوبغاړي زده کړې کوي

.
هغه زیاته کړه : ((ایرلینډ پیاوړې لوبډله ده، له هغوی سره لوبې به سختې وي، خو زموږ لوبډله هم اوس له چا کمه نه ده او دې لوبو لپاره به له بشپړو تیاریو سره ځي.))


ستانکزی وایي، چې ملي لوبډلې د کرکټ له لومړۍ درجې هېواد زمبابوی څخه د یو ورځنیو او شل اووریزو لړۍ ګټلې او اوس یې د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز ته هم ماتې ورکړې او مورال یې لوړ شوی دی. 
د ایرلینډ کرکټ ادارې د لوړو مهارتونو مسوول ریچارډ هولډ سورت ویلي، چې دوی د افغان لوبډلې راتګ او ورسره لوبو ته سترګې په لار دي.
هغه زیاته کړه، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به په زړه پورې سیالۍ ترسره شي . دغه راز په راتلونکي زیږدیز کال کې به ایرلینډ د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په نوي ډیلي کې له افغانستان سره لوبې ترسره کړي. 

 

دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش هم د یادو لوبو هرکلی کړی او زیاته کړې، چې دې لوبو سره به د دواړو هېوادو د ملي لوبغاړو تجربې زیاتې شي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته