پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

انضمام الحق: د پاکستان پر وړاندیز به غور وکړم
نیټه: Sat, 16 Apr 2016 08:58:45 +0000

 

 

د افغانستان د کرکټ ټیم روزونکی انضمام الحق پر هغه وړاندیز غور کوي چې د پاکستان له لوري نوموړي ته ورکړل شوی دی.

انضمام الحق چې پخوا د پاکستان کرکټ ټیم کپتان وو، یوځل بیا ورته له خپل ټیم سره د مشر ټاکونکي په توګه د دندې د پیلولو وړاندیز شوی دی.

نوموړي ته دغه وړاندیز د پاکستان کرکټ بورډ ( پي سي بي ) مشر شهریار خان له لوري په یوه لیدنه کې شوی دی.

د پي سي بي یوه چارواکي ویلي، انضمام الحق له شهریار خان څخه پرېکړې لپاره د وخت غوښتنه کړې څو له افغانستان کرکټ بورډ ( ای سي بي ) سره خبره وکړي ځکه چې نوموړی نه غواړي له  ای سي بي  څخه په ناخبره توګه ولاړ شي.

د پي سي بي کوچ وقار چې د انضمام الحق ملګری دی د دغه وړاندیز هرکلی کړی.

که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ له پیل راهیسې ښه ځلېدلی خو د روزونکي په توګه د انضمام الحق له یوځای کېدولو وروسته افغان لوبغاړو ډېر نړېوال رکارډونه جوړ کړل.

د افغانستان کرکټ بورډ تراوسه د انضمام الحق د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان غواړي په خپل کرکټ بورډ کې د سمون په موخه بدلون راولي. شونې ده اوسنی کوچ وقار هم بدل شي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته