پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د هېواد په کچه د ملاریا نړیواله ورځ په ننګرهار کې ونمانځل شوه.
نیټه: Sat, 30 Apr 2016 13:38:09 +0000

 


وروسته له هغې چې راپورونه ورکړل شول،چې په ننګرهار کې یو اویا سلنه وګړي په ملاریا اخته دي، د عامې روغتیا وزارت له لورې د دغه ناروغۍ نړیواله ورځ نن د غويي په ۱۱مه د دغه ولایت په مرکز کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه .
په دغه نمانځغونډه کې د عامې روغتیا وزیر او ننګرهار والي سربیره د ولسي او ولایتي شورا یو شمیر غړو، په ختیځ کې د عامې روغتیا ادارو رئیسانو، د دې ولایت ملکي او نظامی ادارو مسؤلینو، د ننګرهار طبي علومو انستیتیوت نرسانو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.


د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د خپلو خبرو پر مهال خوښي څرګنده کړه چې سږ کال د ملاریا ناروغۍ پر ضد د مبارزې ورځ په ننګرهار کې نمانځل کیږي

.
ده وویل : د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې د هېواد په کچه ۷۱ سلنه د ملاریا پیښې په ختیځ زون کې تثبیت شوي او لازمه ده چې د عامې روغتیا وزارت دې برخې ته په ختیځ زون کې ځانګړې پاملرنه وکړي .
نوموړي د عامې روغتیا وزیر څخه وغوښتل چې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي په موخه دې کور په کور او د کلینیکونو له لارې پشه خانې وویشي .
ننګرهار والي وزیر څخه غوښتنه وکړه چې په ننګرهار کې حوزوي روغتون د چارو بشپړيدو قرار داد ژر تر ژره د تدارکاتو ملی کمیسیون سره په نږدې وخت کې بشپړ کړي .
ښاغلي کندوزي وویل: د عامې روغتیا وزارت دې په ننګرهار کې د پښتورګو روغتون د عملي چارو د پیل کېدو په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړي او همدا راز یې د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو ولایتي روغتونونو د ودانیو چارو د جوړېدو او ګړندیتوب غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي په ختیځ زون کې د نړیوالو مرسته کونکو ادارو USAID ، UNDP ، WHO ، Global او نورو څخه مننه وکړه چې د روغتیا په برخه کې له دوی سره یې مرستې کړي .
د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز د ننګرهار والي څخه مننه وکړه چې د ملاریا ناروغې پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځلو په موخه یې لازم تدابیر نیولي دي .
د عامې روغتيا وزير وايي، چې د هېواد ۷۳ سلنه وګړي د ملاريا ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي، چې تر ټولو ډېره فيصدي يې ننګرهار جوړوي.
د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز د غويي په ۱۱مه، په ننګرهار کې د ملاريا ناروغۍ د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وويل سږکال د دې ناروغۍ د کچې راټېټدو او له منڅه وړولو ته جدي پاملرنه وشي.
د پشه خانو وېشل، په روغتيايي مرکزونو او په لرو پرتو سيمو کې د ګرځنده روغتيايي ټيمونو له لوري وړيا درملنه د دې ناروغۍ پر ضد د عامې روغتيا وزارت ژمنې دي.
وزير وايي: ((د هېواد په کچه د ملاريا ناروغۍ ډېره کچه ننګرهار جوړوي، د دې ولايت ۷۱ سلنه وګړي له دې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي، موږ به يې پر وړاندې جدي مبارزه وکړو.))
بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټرنجيب الله کامه وال د يادې غونډې په څنډه کې وويل: ((په ختيځ کې تېر کال ۷۳ زره د ملاريا مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۳۹ زره يې د دماغي ملاريا وې.))
کامه وال وايي ملاريا ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې همدا نن د ننګرهار په مرکز او ۱۲ ولسواليو کې د پشه خانو د وېش لړۍ پيل کړه.
نوموړي زياته کړه: ((موږ به د ښار په ګډون په ۱۲ ولسواليو کې نږدې څلور سوه زره پشه خانې وويشو، دا پشه خانې کمې دي موږ هيله لرو چې نور هم راکړل شي څو پر اړمنو يې وويشو.))
بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دُراني يادونه وکړه، چې د عامې روغتيا وزارت دې د ننګرهار د روغتيا بوديجه ډېره کړي او لرو سيمو کې دې ورته متحصص ناروغان وګوماري.
دُراني زياته کړه: ((په لرو سيمو کې چې نرس وي ، ډاکټر نه وي، چې ډاکټر وي فارمسس نه وي، دا زموږ يو غټ مشکل دی.))
د عامې روغتيا وزير بيا يادونه وکړه چې د هېواد په کچه په ننګرهار ولايت کې د متحصصو ډاکټرانو شمېر ډېر دی خو بيا هم هڅه کېږي چې په لرو سيمو کې د روغتيا يي کار کوونکو تشکيل ډېر کړي.
وزير دا يادونه هم وکړه ، چې د ننګرهار د والي غوښتنه به ډېر ژر ځواب کړي؛ ځکه د پښتورګو روغتون د فعالولو چارې به ژر پيل شي او د پوهنتون روغتون لپاره به نوي امکانات برابر کړي.
د غونډې په وروستيو کې د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون د طبي علومو انيسټيټوت څخه فارغو ۲۷ قابلګانو ته د فراغت سندونه هم ورکړل شول.
چارواکي وايي چې دا روغتيايي کار کوونکې به په بېلا بېلو روغتيايي مرکزونو کې وګوماري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته