پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اشرف غني ناریندا مودي ته د غازی امان الله خان عالی دولتی نښان ورکړ
نیټه: Sat, 04 Jun 2016 10:23:58 +0000

 

اشرف غني  ناریندا مودي ته د غازی امان الله خان عالی دولتی نښان ورکړ

ولسمشر اشرف غني د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي ته د غازي امیر امان الله خان عالي دولتي نښان ورکړ

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په هرات ولایت کې د سلما بند (افغان – هند دوستي بند) د پرانیستې پرمهال د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي ته د غازي امیرامان الله خان عالي دولتي نښان ورکړ.

جمهور رئیس غني د یو فرمان له لارې د افغانستان او هندوستان د دوستۍ د لا پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د ناریندرا مودي  د قدر وړ کړنو د ستاینې او د افغان – هند د دوستي د بند د کار د بشپړېدو په ویاړ او د دوست هېواد هندوستان د خلکو او دولت څخه د دوی د رښتینو مرستو د مننې په خاطر د هندوستان لومړي وزیر ته عالي دولتي نښان ورکړ.

په هرات ولایت کې د افغانستان او هند ولسمشرانو لخوا نن د سلما بند په رسمي توګه پرانستل شو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته