پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لال چند سیتا رام راجپوت د ملي لوبډلې مشر روزونکي په توګه وټاکل شو
نیټه: Sat, 25 Jun 2016 11:09:35 +0000


افغان کرکټ بورډ ادارې د هندوستان ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی لال چند سیتارام راجپوت د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي په توګه په دنده وګومارلو.
۵۴ کلن راجپوت د هند په ملي لوبډلې کې د لوبیدو سربیره د هندوستان ملي نولس کلنې، ملي الف، ملي ۲۳ کلنې لوبډلې روزونکي، د هندوستان ملي اکاډمۍ مسئول او ملي لوبډلې مشر روزونکي په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
د راجپوت په ټاکنه کې له افغان کرکټ بورډ سره د کرکټ نړیوالې شورا غړو هم ګډون درلود. د مشر روزونکي کاري پوسټ لپاره هرشل ګیبز، پال نیکسن، کوری کالیمور، چمن دواس، محمد یوسف او محمد کیف شارټ لیسټ شوي وو.

 سربیره پردې، د هندوستان کرکټ بورډ مشر انوراګ ټاکور لخوا هم څلور غوره روزونکي افغان کرکټ بورډ ادارې ته پیژندل شوي وو چې له ډلې یې راجپوت د غوره روزنیزې مخینې درلودلو پر بنسټ د مشر روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.
سیتارام راجپوت نن په دهلي کې د یوې رسمي خبري ناستې په ترڅ کې رسنیو ته وروپیژندل شو.

په دغه خبري ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، د ملي لوبډلې نوي روزونکي راجپوت او ملي روزونکي رئیس احمدزي ونډه درلوده.
د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي ووییل، "موږ د ملي لوبډلې لپاره د یوه پیاوړي روزونکي په لټه کې وو. د مختلفو روزونکو لخوا راته وړاندیزونه راولیږدول شول چې په پایله کې یې له هراړخیزو څیړنو وروسته لال چند راجپوت د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.

لال چند راجپوت رسنیو ته په خپله وینا کې ووییل چې، زه له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د سترو پرمختیایي پروګرامونو په رڼا کې د کار تابیا لرم. باوري یم چې زموږ کار به ګټورې پایلې راوړي او افغان لوبغاړي به خپل استعدادونه نور هم پراخه کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د کرکټ بورډ رسنیو څانګې ته ووییل چې، راجپوت د ښو تجربو درلودونکی روزونکی دی. له ملي لوبډلې سره د نوموړي ملتیا به مثبت تغیرات راوړي او زه باور لرم چې لوبغاړو ته به مسلکي روزنه ورکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته