پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل کې جګړه د دوو بریدکوونکو په وژل کیدو پای ته ورسید
نیټه: Mon, 01 Aug 2016 14:06:41 +0000

 

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې د پلچرخي په سیمه کې د تېرې شپې له موټر بم چادونې وروسته جګړه د دوو حمله کوونکو په وژل کېدو سره نن سهار پای ته ورسېده.

یاد چارواکي وایي، د نهمې امنیتي حوزې اړوند د پلچرخي په سیمه کې د دوشنبې د شپې حملې له امله یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوې دي.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي د دوشنبې په ورځ د پېښې په سېمه کې خبریالانو ته وویل چې چادنه د باو وړنکي موټر بم په وسیله شوې او وورسته دوو تنو حمله کړې ده.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي وویل چې یو ه بار وړونکی موټر دشپي یوه نیمه بجه د نارټ کیټ شرکت له دیوال هسره ځان وجنګاو او ورپسې دوه حمله کوونکي چې غوښتل یې ننوځي پولیسو یې مخه ونیوله

نوموړی وايي په دې پیښه کې یو پولیس وژل شوی او دری تنه نور ټپیان شوي دي  او په ځوابي حمله کې دواړه حمله کوونکي هم لمنځه تللي.

رحیمي زیاتوي چې د چاودنې او حملې هدف بهرنی شرکت نارټ ګیټ و چې بهرنیانو ته په کې تلفات نه دي اوښتي.

چادونه او حمله د دوشنبې شپه یوه نیمه بجه د څرخې پله د سړک نو په سیمه کې شوې چې سهار د دوو حمله کوونکو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.

دا په تېرو لسو ورځو کې په کابل ښار کې څلورمه حمله ده چې کیږي تر ټولو خونړۍ حمله د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د کابل په دهمزنګ کې د روښاني غورځنګ په مظاهره کې وشوه

د کابل د تازه پېښې عیني شاهدان وايي چې چادونه ډېره درنه وه او له امله یې یوشمېر ملکیان هم په کې ټپیان شوي او په سیمه کې مالي زیانونه هم اړولي دي.

عیني شاهدان وايي چې د کابل ښار د تېري شپې چاودنه ډېره قوي وه چې غږ یې هم د کابل ښار لیري سیمو کې هم اورېدل شوی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې مسئولیت منلی او بهرنیو اتباعو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

په دې وورستیو کې په کابل ښار کې انتحاري حملې او د چسپکي ماین چاودنې په داسې حال کې زیاتې شوې چې تازه د چین هېواد له افغانستان سره د چاودېدونکو موادو د پیژندنې لپاره د کابل څلور دروازو سره د څلور سکنرونو مرسته کړې .

خو لاهم امنیتي چارواکي نه دي توانېدلي چې یاد سکنرونو په ټاکلي ځایونو کې ځای پرځای کړي، څو د دې ډول پېښو له کموالي سره مرسته وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته