پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار ولایت کې ۳۴ تنه ښځینه نرسانې فارغ شوي
نیټه:

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا  روغتون د ټولني روغتیايي مرکز څخه ۳۴ تنه ښځینه نرسانې د دوه کلنو زده کړو څخه وروسته فارغې شوي .

د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودین په غونډه کې  په یادو نرسانو غږ وکړو ،چې  هغه زده کړي چې د دوو  کالو په اوږدو کې مو د خپلو استادانو څخه څه زده کړي دي په پوره ایماندارې او صداقت خپلو هیوادولو ته خدمت وکړي .

نوموړي  وویل چې  په  خپل کاري بهیر کې د  هر ډول قومي او ژبني تعصباتو څخه ډډه وکړي .

هغه د فارغ شوو نرسانو څخه غوښتنه وکړه هغه څه چې  ستاسې د وس څخه پوره نه وي د هغې څخه په کلکه ډډه وکړي په کوم څه چې نه پوهیږي له خپلو استادانو او نورو ډاکټرانو څخه پوښتنې وکړي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ريیس باز محمد شیرزاد شرق راډیو تلویزیون ته وویل دغه ۳۴ تنه ښځینه نرسانې چې د نرسنګ پروګرام ته د لیرې پروتو سیمو څخه د قومي مشرانو لخوا وراپیژندل شوي وو چې د ننګرهار هیل نیټ لخوا ورته روزنه ورکول شوه.

هغه زیاته کړه چې ددې دوه کلن پروګرام مالي لګښت د ګولبل فنډ (Global fund)   لخوا ورکول شوی وو .

شیرزاد وویل چې یادې نرسانې هغه سیمو ته به د روغتیايي خدماتو لپاره واستول شي چې د کومو سیمو څخه  مونږ ته قومي مشرانو د زده کړو لپاره راستولي وي.

شیرزاد زیاته کړه  یوه عراده امبولانس د عامې روغتیا ریاست  لخوا  نه د هسکي مینې ولسوالۍ د  روغتیایې خدماتو لپاره چې ورته اړتیا یې درلوده ورکول شو او دوه امبولانسونه د تورخم – جلال اباد په لویه لاره کې د ترافیکو پیښو  په موخه ورکول .

نوموړي زیاته کړه چې دا لومړی ځل دی، چې د عامي روغتیا وزارت لخوا د لیرو پروتو سیمو څخه د قومي مشرانو په همغږي داسې پروګرام ترسره کیږي .

څو تنو فارغ شوو نرسانو شرق راډیو تلویزیون سره په خبرو کې وویل د هیل نیټ او د عامې روغتیا ریاست څخه مننه کوو چې مونږ ته یې د نرسنګ په برخه کې زده کړي راکړي او ژمنې  یې وکړي چې له یادو زده کړو به  په  پوره صداقت سره دنده سرته رسو.

د یادونې وړه ده  چې  په ۲۰۰۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د زیږون پرمهال د مېندو  مړینه ۱۶٪ فیصده  وه خو اوسمهال دغه مړینه  ۳٪ فیصدو ته راښکته شوي ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته