پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان لوبډله سبا دانګلستان لوبډلې سره لوبه کوي
نیټه: Tue, 06 Dec 2016 11:44:53 +0000

 

ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا چهارشنبه د انګلستان الف لوبډلې سره څلور ورځنۍ لوبه پېل کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي وویل چې دغه لوبه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښارکې ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له دغې لوبې وروسته د متحده عربي اماراتو له ټيم سره درې نورې ۲۰ اوریزي سیالۍ لري.

دا په داسې حال کې چې دا مهال د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د سیالیو د چمتوالي لپاره تمریناتي سیالۍ ترسره کوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته