پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هند په لوګر ولایت کې د کرکټ نړیوال معیاري میدان جوړوي
نیټه: Mon, 12 Dec 2016 10:19:36 +0000

 

د دغه لوبغالي د جوړولو ابتدایي چارې د لوګر د والي محمد حلیم فدایي په موجودیت کې پیل شوې.

د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ مرحله کې به ولایتي اداره د کرکټ‌ د لوبغالي لپاره ځمکه هواره کړي،‌ په دویمه مرحله کې به بیا هندي لوری نورې ساختماني چارې ترسره کړي.‌

ویل کیږي چې د افغانستان نژدې ګاونډیان له ۳۸ کالو راهیسې د افغانستان په وراني کې دخیل دي،‌ خو هندوستان له ۲۰۰۱ کال راهیسې له افغانستان سره په بېلابېلو تعمیراتي برخو کې په زرګونو میلیونه ډالر مرسته کړې چې دا لړۍ لا هم روانه ده.‌

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته