پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان پانګوال:که حکومت امکانات برابر کړي نفت او ګازسکټور کې ۱.۳ ملیارد ډالرو پانګونې ته چمتوالې لرو
نیټه: Thu, 15 Dec 2016 13:30:47 +0000

افغان پانګوال وايي، که چیرې افغان حکومت ورته د نفت او مایع ګاز د تصفیې په برخه کې امکانات برابر کړي، دوی د امو دریا د نفتو او ګاز په حوزه کې د یو میلیارد او درې سوو میلیونو ډالرو پانګونې ته چمتووالی لري.
دوی وايي دا پانګونه به افغانستان د نفتو او ګاز دمصرف په برخه کې په خپل ځان بسیا کړي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویه کمېشنري وايي، سوریې او متحدانو یې روسیه او ایران د حلب په ختیځ کې پر ملکیانو په وروستۍ بمبارۍ کې احتمالاً جنګي جنایت‌کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر زید رعد الحسین دا تور پرون چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ولګاوه.
زید ویلي، په دې خپه دی چې د حلب ختیځ کې د مخالفینو په لاس کې له پاتې سیمو څخه د ټپیانو او ناروغانو په شمول د زرګونو ملکیانو د ایستلو موافقه ناکامه شوې ده.
ده وویل، دا تائیدوي چې د اوربند د ماتېدو علت اختلاف دی، خو د سوریې د حکومتي ځواکونو او د هغو د متحدانو له لوري پر داسې سیمو د خورا سختو بمباریو بیا پیلېدل چې ګڼ شمېر ملکیان په‌کې راټول شوي وو، یقیناً چې د نړیوالو قوانینو سرغړونه او غالباً جنګي جرم ګڼل کېږي.
د سې شنبې په ورځ ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویټالي چورکین وویل چې د اوربند موافقه شوې څو یاغي ځواکونه او ملکیان د حلب له ختیځه ووځي.
خو له دې څرګندونو ۱۲ ساعته وروسته، مخکې تر دې چې د حلب له ختیځه د خلکو وتل پیل شي، د درنو وسلو او توپونو بمباري پیل شوه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته